څرنګه په ورځنۍ چارو کې لږ پلاستیک وکاروو؟

څرنګه په ورځنۍ چارو کې لږ پلاستیک وکاروو؟

د سودا له پاره له پلاستیکي خلتو کار مه اخلئ

تر سودا رانیولو وروسته د پلاستیکي خلتو ځای د خځلو سطل دی. د دې کار د مخنیوي له پاره غوره ده چې بل ځل د سودا رانیولو له پاره د شاه بسته، لرګینه ټوکرۍ او یا هم د ټوکر کڅوړه له ځانه سره یوسئ. د چاپیریال ساتنې سازمانونه د ټوکرانو د کڅوړو څخه چې د کرباس او یا کتان څخه جوړ وي سپارښتنه کوي.

څرنګه په ورځنۍ چارو کې لږ پلاستیک وکاروو؟

بسته بندي شوي ميوه او سبزیجات مه رانیسئ

په پلاستیکي جالیو کې یا کڅوړو کې د بسته بندي شوو میوو یا سبزیجاتو پر ځای هغه میوې او سبزیجات رانیسي چې په دغه ډول کڅوړو کې نه وي. د بیلګې په توګه د اوونۍ بیلا بیل بازارونه. له دغو بازارونو سودا اخیستل نه یوازې د خځلو د کمیدو سبب ګرځي، بلکې د خوراکي موادو او پیسو د اصراف په برخه کې هم کمې کیږي. ځکه تاسو دومره میوه او یا سبزي رانیسئ چې ورته اړتیا لرئ.

څرنګه په ورځنۍ چارو کې لږ پلاستیک وکاروو؟

د پلاستیک پر ځای ښيښه

د آلمان د چاپیریال او طبیعت ساتنې اداره وایي چې یو پلاستیکي بوتل د تجزیه کیدو له پاره ۴۵۰ کلونو ته اړتیا لري. خو د هغه په مقابل کې ښيښه یي بوتل شته. د تیر په څیر چې مستې، اوبه، شیدې، غوړي یا سرکه په بوتلونو او یا هم په شیشه یي بوتلونو کې د مصرفونکو په اختیار کې وو. دا سمه ده چې ښيښه یي بوتلونه تر پلاستیکي بوتلونو درانه دي، خو له ښيښې څخه په آسانۍ سره بیا کار اخیستل کیدای شي.

څرنګه په ورځنۍ چارو کې لږ پلاستیک وکاروو؟

لوی بستې انتخاب کړئ

که څوک تصمیم لري چې بې له فکره پلاستیک و نه کاروي، باید سترو پلورنځایو ته ولاړ شي. د بلیګې په توګه د ځان پریمنځلو صابون او یا نور مایع صابون چې په لویو بوتلونو کې وي او د بیا ډکیدو ظرفیت لري د کوچنیو بوتلونو په پرتله د پلاستیکي خځلو د کمیدو په برخه کې مرسته کوي.

څرنګه په ورځنۍ چارو کې لږ پلاستیک وکاروو؟

له بسته بندي شوو خوړو پرهیز وکړئ

په پلاستکي بوتلونو کې تیارې میوې او تیار جوړ شوی سلاد چې د یو ځل مصرفیدونکي پلاستکي کارد او پنجې ورسره وي، د پلاستیکي موادو د انبار د زیاتیدو سبب ګرځي. د دې پر ځای کولی شئ چې په آشپزخانه کې د څو دقیقو په تیرولو سره خپل خواړه په عادي لوښي کې د کارد او پنجې په واسطه وخورئ. د یخ څښاک له پاره هم د پلاستیکي بمبې څخه کار مه اخلئ.

څرنګه په ورځنۍ چارو کې لږ پلاستیک وکاروو؟

تازه خواړه سالم او ارزانه دي

زیاتره تیار خواړه یا یخ وهلي خوارکي توکي په پلاستیکي خلتو کې بسته بندي شوي وي. آن د کنسرو په قطیو کې هم پلاستیکي پوښ موجود وي. د تازه خوړو پخول هم سالمه او آرزانه دي او هم د پلاستیکي خځولو په کمښت کې مرسته کوي.

څرنګه په ورځنۍ چارو کې لږ پلاستیک وکاروو؟

د بسته بندۍ پر مهال د چاپیریال په هکله هم وکړئ

د خوراکي موادو د تازه ساتلو له پاره پلاستیک او المونیم څخه استفادې ته اړتیا نه شته، بلکې غوره دا ده چې خپل خوراکي توکي له ګیاه څخه جوړو شوو کاغذونو کې وپيچئ. دا کار هم روغتیا ته ګټور دی او هم له چاپیریال سره سازګار دی. د خوړو د پلاستيکي لوښو پر ځای کولی شئ له فلزي، ښيښه یي او یا هم له لرګینو لوښو څخه کار واخلئ.

څرنګه په ورځنۍ چارو کې لږ پلاستیک وکاروو؟

د پلاستیکي قاشق پر ځای له لرګین قاشق څخه استفاده

په ځانګړي ډول د اخلي پر مهال بهتره ده چې له پلاستیکي ابزارو سترګې پټې کړئ. ځکه چې پلاستیکي ذرې د حرارت د لوړې درجې پر وخت حلیږي او خوړو سره یو ځای کیږي. د لرګي څخه جوړو قاشق، ملاقه یا نورو ابزارو په واسطه کولای شئ د دې کار مخنیوی وکړئ.

څرنګه په ورځنۍ چارو کې لږ پلاستیک وکاروو؟

د پلاستیک پرته د لوبو سامان

د ماشومانو خوښیږي هر څه خولې ته کړي. د ماشومانو د لوبو پلاستیکي سامان د هغوی د روغتیا له پاره ګټور نه دی. د لوبو د پلاستیکي سامان پر ځای له لرګیو څخه جوړ توکي یي ښه بدیل دی.

څرنګه په ورځنۍ چارو کې لږ پلاستیک وکاروو؟

د پلاستیک پرته د سینګار لوازم

صحي - آرایشي لوازم لکه د ځان پریمنځلو مایع صابون، د غاښونو کریم او دې ته ورته نور کریمونه کیدای شي کوچني پلاستیکي ذرات یا میکرو پلاستیک ولري چې له کارولو یي باید ډډه وشي. د بیلګې په توګه جامد صابون کیدای شي د مایع صابون ځای ونیسي چې هم لګښت کموي او هم د پلاستیک د خځلو د کمیدو په برخه کې مرسته کوي.

څرنګه په ورځنۍ چارو کې لږ پلاستیک وکاروو؟

د مصنوعي تارونو پر ځای طبیعي تارونه

زیاتره کالي چې موږ یي اغوندو، له نایلون یا دې ورته مصنوعي تارونو څخه جوړ شوي وي، چې طبعا د پلاستیکي موادو درلودونکي دي. د کالیو پریمنځلو په ماشینونو کې د دغو کالیو د وینځلو پر مهال میکرو پلاستیکي ذرات له هغې جلا کیږي چې په اوبو کې حلیږي او فاضله اوبو ته انتقالیږي. نو ښه به دا وي چې له داسې کالیو استفاده وشي چې د کارباس یا کتان په څیر د طبیعي تارونو څخه جوړ شوي وي.

پلاستیک زموږ په ورځنیو چارو کې داسې ځای نيولی چې ورسره عادت شوي یوو. خو دغه څه زموږ روغتیا او چاپیریال له خطر سره مخامخوي. دلته ځینو ټکو ته اشاره شوې چې څرنګه په ورځنیو چارو کې ترې کمه استفاده وکړو.

هر ځای ارزانه پلاستیک بې له سرخوږۍ موندل کيږي. د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنې د دفتر د اټکلونو له مخې یوازې په روان میلادي کال کې۳۶۰ میلیونه ټنه مصنوعي مواد (پلاستیکي مواد) تولید شوي دي. د امریکا متحدو ایالاتو د چاپیریال ساتنې ادارې د اروزونو له مخې د سمندرونو ۶۰ تر ۸۰ سلنه خځلې پلاستیکي مواد دي. د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنې د دفتر په وینا د دې په پایله کې هر کال په سلنو زره ژوي او مرغۍ خپل ژوند له لاسه ورکوي.

موږ تعقيب کړئ