1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له طالبانو څخه دخبرو میز ته د ژرترژره حاضریدو غوښتنه

۱۳۹۴ دی ۲۸, دوشنبه

د افغانستان د سولي دپروسې په اړه د څلوراړخیزي ډلي د خبرو اترو دوهم پړاو له طالبانو څخه دخبرو میز ته د کښینستو په غوښتني سره پای ته ورسید. دغونډی گډون کونکو همدارنگه د ترهگرۍ ټولو ډولونو د له منځه وړلو ژمنه وکړه.

https://p.dw.com/p/1HfaJ
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

دافغانستان، پاکستان ،امریکا متحده ایالاتو او چین استازي ددوهم وار له پاره نن په کابل کي سره راټول سول، څو د طالبانو سره د خبرو اترو «تگلاره» جوړه کړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په نشرولو سره ویلي دي:« څلوراړخیزه ډله د طالبانو څخه غواړي ، چي په افغانستان کي ددوامداره سولي د تأمین په خاطر د افغان ملت د ارادې او ارمان مطابق او څلوراړخیزي ډلي د غوښتني او ملاتړ سره سم دټولو سیاسي اختلافاتو د حلولو له پاره د افغانستان له حکومت سره خبرو ته حاضر سي

په دغه ناسته کي د افغانستان بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت کرزی، د پاکستان بهرنیو چارو سیاسي مرستیال اعزاز احمد چودري، په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو سفیر مایکل مکنلي او د افغانستان له پاره د چین خاص استازی دینگ شیجون برخه درلوده.

ددغي غونډي گډون کونکو په یوه گډه اعلامیه کي ویلي دی ، چي په افغانستان کي د سولي د خبرو اترو د یوې «تگلاري» په باب یې بحثونه کړي دي او په دې لار کي یې «پرمختگونه »هم کړي دی.

په اعلامیه کي راغلي دي، چي ددغي «تگلاري» هدف مشخص اقدامات دي ، چي وکړای سي، د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي خبرو پیلیدو ته ښه شرایط اماده کړي.

په اعلامیه کي همدارنگه راغلي دی،چي د څلوراړخیزي ډلي هيوادونو موافقه کړې ده ، چي د ترهگری ټوله ډولونه د سیمي او نړی له پاره د جدي خطر معنی لري. اعلامیه لیکي:« څلوراړخیزي ډلي د مربوطه هيوادونو په ساحه کي د ترهگرۍ ټولو شکلونود له منځه وړلو ژمنه وکړه.»

ددغو مذاکراتو لمړنی مرحله دجنوری میاشتي پر ۱۱ نیټه په اسلام اباد کي جوړه سوې وه او په نظر کي دي ، چي فبروری میاشتي پر شپږمه به بیا په اسلام اباد کي دایره سي.

خو دا لا تر اوسه پوري معلومه نده ،چي طالبان به د څلوراړخیزي ډلي غوښتني ته مثبت جواب ووايي او که څنگه. دغه ډله په دې وروستیو وختونو کي پر ددوو برخوویشل سوې ده او دافغانستان په شمال او جنوب کي یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.