1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څلور اسرائيليان د عربو د «ترور» له کبله محاکمه کيږي

دويچه ويله۱۳۹۴ دی ۱۳, یکشنبه

څلور يهودي اسرائيلي اتباع بايد پر يوې فلسطيني کورنۍ د مرګوني بريد په تور يوې اسرائيلي محکمې ته حاضر شي. دغه بريد په سيمه کې د تاوتريخوالي د وروستۍ څپې اصلي لامل و.

https://p.dw.com/p/1HXJP
انځور: Getty Images/O. Ziv

د دسمبر مياشتې په پيل کې د اسرائيلو د داخلي استخباراتي څانګې «شين بېت» پلټونکو ويلي ول چې يو شمېر مشکوک اسرائيلي عاملين ونيول شول. اوس دغه څلور سړي، چې د هغوی له جملې څخه دوه تنه لا زلميان دي او تر ۱۸ کلونو ټيټ عمرونه لري، په رسمي توګه تورن شول. لکه څنګه چې دعدليې وزارت ويلي دي په هغوی باندې «د عربانو او د هغوی د ملکيت په وړاندې په سخت ترور» کې د ګډون تور ولګول شو. د استخباراتي څانګې په حواله دا تور هم پلټل کيږي چې آيا دغه سړي «يوې يهودي ترهګرې ډلې پورې اړه لري، چې بريدونه تر سره کوي.»

لامل: عچ اخيستنه

د دوما په ښار کې يعنې د اسرائيل له خوا په اشغاله شوې د لويديځ اردن سيند په سیمه کې د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۳۱مه د شپې له خوا دوو کورونو ته اور اچول شوی و. د دوابشه کورنۍ په کور کې يو ۱۸ کلن زلمی سمدلاسه د اور د لمبو ښکار شو، په داسې حال کې چې مور او پلار يې لږ وروسته د اوښتو سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه. د هغوی د يو بل څلور کلن زوی ټپونه تر اوسه پورې په يو اسرائيلي کلينيک کې تر درملنې لاندې دي. د پېښې په ځای کې بريدګرو د داود ستوری د يهودانو د يو سمبول په صفت او همداراز شعارونه لکه «ژوندی دې وي مسيح» او «غچ اخلو» پرې ايښي ول (پورتنی انځور ووينئ).

د اور اچونې تر بريد او د بيت المقدس ښار د حرم شريف غونډۍ په سر د يوې شخړې وروسته د اسرائيليانو او فلسطينيانو تر منځ تاوتريخوالی په تېرو مياشتو کې بيا خپل اوج ته رسېدلی دی. د اکتوبر مياشتې له پيل راهيسې ډېر شمېر فلسطينيانو پر اسرائيليانو باندې بريدونه کړي دي او د ځوانو فلسطينيانو او اسرائيلي عسکرو تر منځ نښتې شوې دي. په دغو بريدونو کې ۱۴۰ فلسطينيان، ۲۰ اسرائيليان، د امريکا متحده آيالاتو يو تبعه او يو سړی له اريتريا څخه وژل شوي دي.