1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څلور هوايي ډګرونه په نړيوالو معيارونو جوړيږي

۱۳۸۹ شهریور ۷, یکشنبه

د ترانسپورت وزير وايي چي د کابل، کندهار، مزارشريف او هرات هوايي ډگرونه به ډير ژر په نړیوالو سټنډرډونو ورغول سي.

https://p.dw.com/p/Oyn4
کابل نړيوال هوايي ډګر
کابل نړيوال هوايي ډګرانځور: DW

اوس دغه هوايي ډګرونه معياري نه بلل کيږي او ډير شمير نړيوال هوايي شرکتونه پکښي د خپلو الوتکو ناستي ته زړه نه ښه کوي.

يوازني هوايي ډګر چي ورته د يو شميرغربي هيوادونو ملکي الوتکي خوندي تګ را تګ کوي هغه د کابل هوايي ميدان دي.

په دغه ميدان کي هره ورځ په لسګونو ډول ډول مسافر وړونکي الوتکي کښيني او ترينه مسافراخلي.

د ترانسپورت وزارت سرپرست وزير داود علي نجفي وايي، دوئ د هوايي ډګرونو رغولو ته د خپل کاري لومړي توب په سترګه ګوري.

«د ټولو ولايتونو د هوايي ډګرونو پر جوړلو کار روان دی، د کابل، کندهار، هرات او مزارشريف هوايي ميدانونه به په يوه کال کي په نړيوالو معيارونو برابر او ترينه به الوتني کيږي، اوس به حج ته تلونکي مسافر له دغو ميدانونو سعودي عربستان ته استول کيږي».

د کابل هوايي ډګر يوازنۍ هغه ميدان وو چي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم بهر ته الوتني تری ځني کيدې خو اوس پر دغه هوايي ميدان سربيره د يو شمير نورو څخه هم ګاونډيو ملکونو اوحتي اروپايي هيوادونو ته الوتني کيږي.

نجفي وويل چي د چغچران، ميمني او فيض اباد په هوايي ډګرونو هم په چټکۍ سره کار روان دي او تر څو راتلونکو مياشتو به يي د جوړيدو چاري بشپړي سي.

د ترانسپورت وزير د وينا له مخه، دوئ پلان لري د هيواد په بيلا بيلو ولايتونو کي په ټوليزه توګه اوه ويشت هوايي ډګرونه تر راتلونکو څو کلونو پوري ورغوي.

د هغه په خبره، دوئ به ځوان زړکړيالان د هوايي چلند په انستيتيوت کي د زدکړي لپاره ومني او وروسته به يي د هوايي چلند په برخه کي په دندو وګماري.

د مګړۍ د افغانستان د هوايي چلند ډيری د تجربي خاوند پيلوټان او انجينيران په خصوصي هوايي شرکتونو کي په دندو بوخت دي.

هغوئ وايي په خصوصي سکتور کي کار کول ورته ځکه غوره بريښي چي امتيازات يي وچت او ژوند يي تظمين دی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل