1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څلويښت طالبان وژل سوي اود يوه قومندان په گډون نهه تنه ژوندي نيول سوي

۱۳۸۶ شهریور ۱۵, پنجشنبه

ائتلافي ځواکونو وايي چي شاوخوا څلويښت تنه وسلوال طالبان يي وژلي دي د کندهار والي وايي چي د يو لوړپوړي قومندان په گډ ون نهه تنه طالبان يي ژوندي نيولي دي.

https://p.dw.com/p/DK8d
په دې جگړه کي د افغان اوائتلافي ځواکونو سره هوائي ملاتړ هم ورسره وو
په دې جگړه کي د افغان اوائتلافي ځواکونو سره هوائي ملاتړ هم ورسره ووانځور: AP
د DPA د خبري آژانس د خبر له مخي د افغانستان په جنوبي ولايت کندهار کي د سختو جگړو په ترځ کي د امريکې په مشري د ائتلاف د وينا له مخي شاوخوا څلويښت تنه وسلوال طالبان هغه مهال د شاولي کوټ ولسوالۍ په سيمه کي ووژل سول ، چي پر ائتلافي ځواکونو يي د راکټ لنچرو بريد وکړي.
د ائتلاف د وينا له مخي په دې جگړه کي شاوخوا 150 تنه وسلوالو طالبانو برخه اخستې وه.
خبر وايي چي په دې جگړه کي د افغان اوائتلافي ځواکونو سره هوائي ملاتړ هم ورسره وو.
په تيره يوه اوني کي د کندهارولايت د شاولي کوټ ولسوالي د ډ يرو جگړو شاهده وه چي د ددولتي چارواکو په وينا په دې جگړو کي ملکي وگړو او د ولتي ځواکونو ته پکښي زيان نه دی رسېدلی.
د غه راز د يوبل خبر له مخي د کندهار والي ده يوې خبري غونډي په ترځ کي خبريالانو ته ويلي چي نهه تنه طالبان يي د يوه لوړپوړي طالب قومندان سره يو ځاي نيولي دي.
د خالد په وينا نیول سوی قومندان ملا امير محمد اخند نوميږي چي په د کندهار کي يي دطالبانو د يوې اویاکسيزي ډلي مشروو.
د نوموړي په وينا په نيول سوو کسانو کي يو هم تاجکستانی دی چي د هغه په وينا په دې ولايت کي يي د ځانمرگي بريد کونکو روزنه ورپه غاړه وه . د غه راز په دې غونډه کي څلور تنه پاکستانيان هم خبر يالانو ته ورښودل سوي دي چي د والي په وينا کندهارته د ځانمرگو بريد ونو لپاره راغلي وو.