1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څنګه کيدای سي معلول او معيوب ماشومان د زده کړي بهير ته داخل سي

۱۳۸۷ آذر ۵, سه‌شنبه

په ژينيو د ښووني او روزني په 48 نړيوال کنفرانس کي تقريباً 1500 کارپوهان پر دې باندي خبري کوي چي څنګه معيوبو ماشومانو د زده کړي په بهير ورګډ سي

https://p.dw.com/p/G1ns
«په شرقي اروپا کي تر اوسه پوري داسي هېوادونه شته، چي دغه نظر حاکميت لري چي معيوب او معلول زده کوونکي عيبونه لري.»
«په شرقي اروپا کي تر اوسه پوري داسي هېوادونه شته، چي دغه نظر حاکميت لري چي معيوب او معلول زده کوونکي عيبونه لري.»انځور: WDR/Willi Weber,

د ښوونې او روزنې څلور ورځنی 48م نړيوال کنفرانس د«گډي زده کړي» تر شعار لاندي رابلل شوی دی. دا په دې مانا ده چي ټول انسانان بايد په مساوي توگه امکانات ولري چې سواد زده کړي او استعدادونه يې وروزل شي، که هغه معيوب وي که روغ وي.

د معيوبو ماشومانو گډه ونډه اخيستل د کلېمېنتينا اڅېدو په وينا کومه نوې موضوع ده. نوموړې په ژنيف کې د يونېسکو د روزنې د چارو د نړيوال دفتر مشره ده. هغه وايي چې ډېرو هېوادونو په دې برخه کې مثبتې تجربې کړې دي: «په شرقي اروپا کې تر اوسه پورې داسې هېوادونه شته په کومو کې چې دغه نظر حاکميت لري چې معيوب او معلول زده کوونکي عيبونه لري. دا د دې لامل گرځي چې د دغو زده کوونکو دپاره بېل بېل، نه دا چې گډ ښوونځي جوړيږي.»

په آلمان کې هم په دې برخه کې ستونزې شته. دلته يوازې 17 په سلو کې ناروغه زده کوونکو ته له خپلو روغو همزولو سره يو ځای درس ورکول کېږي. د آلمان د حکومت د معيوبينو او معلولينو د چارو مسووله، کارين ېوېرس ماير پر دې باندي نيوکي وکړې او ويې ويل چي د بېلابېلو آيالتونو تر منځ توپيرونه ډېر دي. د شلېسويگ هولشتيان کچه 40 په سلو ته رسيږي او په دې ډول مخکښه دی، په داسې حال کې چې زاکسن ايالت د 7 په سلو د کچې له امله تر ټولو شا ته پاته دی.

دا په داسې حال کې ده چې آلمان په 2006 م کال کې د ملگرو ملتونو لخوا وړاندې شوی د معيوبينو او معلولينو کنوېنسيون لاسليک کړی و. آلمان په دې توگه ژمنه کوي چې تر نوي په سلو کې پورې ناروغه ماشومان به له خپلو روغو همزولو سره په گډه ښوونځيو ته ځي. هغه څه چې آلمان يې نه عملي کوي، په نورو هېوادونو کې يوه عادي خبره ده:په ايټاليا، پرتوگال، هسپانيې، قبرس، مالتا، لويې برتانيې، سويډن، ناروې او لتوانيا کې کچه نوي په سلو ته رسېدلې ده.

اتريش په دې څو کالونو کې په دې بريالی شوی دی چې ماشومان راگډ کړي چې کچه يې اوس له پنځوسو په سلو کې څخه اوښتې ده. مېرمن کلېمنتينا اڅېدو دې ته هېښ او حيران پاته ده چې فنلينډ چيري چې تعليمي سيستم ته د معيوبو ماشومانو د راگډېدو کچه ډېره لوړه ده، په عين وخت کې د پيزا د تعليمي ازموينې په ترڅ کې تر ټولو ښې نتيجې هم درلودلې دي:« د اروپا شمالي هېوادونه تل دغه مفکره د ښوونې او روزنې په سيستم کې مراعاتوي چې څنگه کېدای شي خلک ورته راگډ کړای شي.»

پلان جوړول، نظام، اداره، درسي مواد او په پای کې د زده کړو د نتيجو څېړنه، هر څه په ورته وخت کې د برابرۍ له مخې سنجول کيږي. له دې امله ټوليز سيستم په آخر کې ارزانه تماميږي نسبت و دې ته چې د راداخلېدو مسالې ته وروسته عملي بڼه ورکړل شي.