1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څنگه د حافظې کمزورتیا پیاوړې کولای شو؟

۱۳۹۰ اسفند ۱۳, شنبه

تاسو شايد کله دا تجربه کړې وي چې سودا مو اخيستله، نور شيان مو رانیولي وي، خو اصلي شی درنه هېر وي. د حافظې کمزورتيا عادي خبره ده. خو څنګه کولای شو خپله حافظه پياوړې کړو؟

https://p.dw.com/p/14Cy5
انځور: Fotolia

د دې له پاره چې د خپل برېښناليک پټ نوم يا پاس ورډ او يا د کوم چا د زېږېدو ورځ هېره نه کړو، د حافظې د پياوړي کولو ډېري لاري شته. دا چې د نبوغ پرته سړی څنګه ډېر شيان حفظ کولای شي، په دې اړه د بن د پوهنتوني کلينيک د ايپيلپتولوژۍ د څانګې کارکونکی پروفيسور کريستيان ايلګر وايي:

«کله چې ډېر مغلق شيان غواړئ په ياد کې وساتئ، نو دا يوازي د اسوسيشن يا ارتباطاتو له لاري کېدای شي. تر ټولو ښه کار دا دئ چې دوه شيان په ياد کې وساتئ. که فرضاً د کور شيان اخيستل غواړئ، نو د کور پاکول په ياد راولئ. له دې لاري هغه څه سترګو ته دريږي چې تاسو غوښتل ويې پېرئ. له دې طريقې هېر شوي شيان بېرته يادولای شئ.»

په نړۍ کې مشهور نابغه او د رياضي کارپوه ګېرت ميترينګ، هم د ارتباطاتو يا اړيکو د جوړولو له مېتود څخه ګټه اخلي. نوموړی په ياد د حساب کولو په سياليو کې اته واري د نړۍ اتل شوی دئ او د ذهني ارتباطاتو د لارې ډېر عددونه په ياد کې ساتلای شي. د ده په خبره بايد دغه ارتباطات ډېر ښايسته او ځانګړي وي چې له دې لاري حافظه پياوړې کېدای شي:

«سړی بايد معلومات له خپلې تجربې سره ګډ کړي. د ساتېرۍ له بوختياوو يا له علايقو سره ارتباط ورکړي. څوک چې مثلاً نجوم خوښوي کولای شي دغه علم ته يو ارتباط ورکړي. دا خو ډېره ښه خبره ده.»

دا چې د ښاغلي ميترينګ علاقه او لېوالتيا له عددونو او شمېرو سره ده، نو هغه هر ډول معلوماتو ته شمېرې ټاکي.

«کله چې زه وغواړم چې عددونه په ياد کې وساتم، نو اکثراً د شمېرو ځانګړتياو ته توجه کوم. که وغواړم چې ۲۵۱ په ياد کې وساتم، نو وايم چې يوازې پر ځان د تقسيمېدو وړ هغه عدد دئ چې د زرو تر څلورمي برخي لوړ رقم دئ.»

ميترينګ زياتوي چې دغه ډول ارتباطات او اړيکي د هر چا له پاره ګټور نه دي. د ده نوی کتاب «د نړۍ له اتل سره حساب کول» نوميږي، چې په هغه کې د عادي انسانانو له پاره هم د اړيکو ورکولو له لاري د عددونو د حفظ کولو پر لارو چارو غږيږي. د دې له پاره چې صفر څلور او اووه په ياد کې وساتي، ميترينګ دغه ارتباط ورکوي. د صفر عدد ته هغه د يوې هګۍ شکل ورکوي، څلور هغه د شوتلو له يوې پاڼې سره مشابه بولي او د اوو غرونو تر منځ د موقعيت ارتباط هم ورکوي.

د دغو ارتباطاتو په مرسته ميترينګ ځان ته يوه کيسه جوړوي لکه: هګۍ په شوتلو کې د اوو غرونو په منځ کې پرته ده. که د ارتباطاتو لاره بريالۍ نه وي، نو د «لوکي» په نوم يو بل تخنيک هم شته چې پروفيسور ايلګر ئې په اړه داسي وايي:

«که زه وغواړم چې اوږدې خبري وکړم او يوه پېچلې موضوع تشريح کړم، نو له مجازي تخنيک څخه کار اخلم. زه سترګي پټوم او په خپل کور کې ګرځم. په هر کونج کې مې خپل دلايل او خبري ځای پر ځای کړي دي. بيا په خيالي ډول په کور کې ګرځم او له دې لاري د دلايلو تسلسل او پر له پسې والی ښه مراعاتولای شم.»

يوه بله لاره دا ده چې معلومات په احساساتو پورې وتړل شي چې له دې لاري مفاهيم ښه زده کيږي.

«د دې امکان هم شته چې معلومات د احساساتو په مرسته ثبت شي. دا کار غير شعوري بڼه لري. موږ هغه شيان ښه حفظ کوو چې زموږ په ژوند کې اهميت لري. هغه که د واده ورځ وي، سالګره وي او يا ناوړه پېښي، لکه د سپتمبر یوولسمه پېښه. هر څوک حتماً ښه پوهيږي چې هماغه ورځ ئې چېرته تېره کړې ده.»

دا چې احساسات په عددونو پورې هم تړلي دي، دغه خبره د رياضي اتل ميترينګ په خپل کتاب کې کوي. د ده د کتاب عنوان دئ، د نړۍ د رياضي له اتل سره حساب کول چې يوه برخه ئې داسې ده.

نقل قول لوستونکی: رياضي پوهان او هغه څوک چې عددونه خوښوي، د پرايم عددونه چې يوازي پر خپل ځان او د «يو» پر عدد باندي د تقسيم کېدو وړ دي، ډېر ځانگړي بولي. دغه عددونه د رازونو نه ډک دي. آيا تاسو تصور کولای شئ چې رياضي پوهان څومره کړيږي کله چې عددونه د الجبر قوانينو ته غاړه نه ږدي؟»

ميترينګ په خپل کتاب کې په دې ډول خپل احساسات څرګند کړي دي. دغه احساسات له ده سره مرسته کوي تر څو دی هر ډول عددونه او شمېرې په ياد راولي. کارپوهان وايي چې هر څوک دي هره ورځ هڅه وکړي چې نوي مفاهيم زده کړي چې په دې هکله پروفيسور ايلګر زياتوي:

«زه فکر کوم چې سړی بايد هره ورځ تمرين وکړي که نه نو برياليتوب ته نه رسيږو. تمرين د پېچلو شيانو د لوستلو، پرې غږېدلو او بحث کولو د لارې کيږي.»

د رياضي کارپوه ميترينګ هم دغسې ورته يوه مشوره لري او وايي چې سړی بايد وار په وار د حافظې د پياوړي کولو په برخه کې تمرينونه وکړي.

«زه فکر کوم چې خلک تل لټ وي. سړی خو کولای شي چې کله نا کله يو چلنج هم ومني. سړی بايد تل د نويو شيانو د زده کړي کوشش وکړي او خپل حدود ځان ته وټاکي. دغه حدود کېدای شي حتی وغځول شي. زه هر چا ته دا مشوره لرم چې زيار دي وباسي.»

گیل، کوزیما/ نسیم صابر
کتونکی: سید ریاض