1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څنگه کولې شو له سرطان څخه ځان وساتو؟

شمشیر حیدر/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ اسفند ۲, یکشنبه

متخصصین وایې چې پر وخت احتیاطي تدابیرو سره سړی کولې شي سرطان ته ماته وکړي. د زړه تر ناروغۍ وروسته، تر ټولو ډیر انسانان د سرطان ناروغۍ له امله مري. خو له وقایوي تدابیرو سره د سرطان امکانات کمیدای شي.

https://p.dw.com/p/1HzJX
انځور: Fotolia/runzelkorn

د سرطان ناروغي مختلف ډولونه لري او له هغې څخه د ځان ساتلو په هکله کارپوهان بیلابیل نظرونه لري، خو په دې برخ کې چې د سرطان تر نیمایې له ډیرو ډولونو انسان ځان ساتلې شي د نظر یوالی موجود دی.

د کارپوهانو په خبره، له سکړیټ او شراب څښلو څخه ځان ساتل، خوراک ته پاملرنه، او د وزن نه ډیرولو په څیر تدابیرو سره سړی کولی شي له دغې وژونکي ناروغۍ څخه ځان وساتي.

د آلمان په هایډلبرگ ښار کې د سرطان پر ناروغۍ تحقیق کوونکې ادارې مشر رودولف کاکس وایې: «بې له شکه تقدیر هم په دې کې رول لري، خو د وقایوي تدابیرو سره تاسې کولی شئ د سرطان پر ناروغۍ د اخته کیدو امکانات را کم کړئ.»

سگریټ یا تمباکو

د سکریټ څښلو له امله د سږي، ستونې، مرۍ او مثانې پر سرطان د اخته کیدو امکانات ډیر زیاتیږي. د سږو سرطان تر ټولو خطرناک او وژونکی دی. په آلمان کې د سرطان ټولنۍ سکرتر جنرال یوهانس برونس په حواله: «د سرطان پر ناورغۍ د اخته کیدو تر ټولو لوې دلیل د تمباکو یا سگریټو څښل دي، په دې توگه نو سگریت د انسانانو تر ټولو لوې قاتل دی.»

سگریټ څښل د سرطان تر ټولو لوې لامل
سگریټ څښل د سرطان تر ټولو لوې لاملانځور: Getty Images

د کارپوهانو په خبره د سگړیټ له نه څښلو سره پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو امکانات په واضیح ډول سره کمیږي.

چاغښت

عام خلک فکر کوي چې چاغښت له سرطان سره هیڅ ارتباط نه لري، خو کاکس وایې چې له ۵ څخه تر۶ سلنه د سرطان ناروغان همدا د چاغښت له امله پر دغې ناورغۍ اخته شوي دي.

د کارپوهانو په خبره یوازې د وزن د ډیروالي له امله پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو امکانات نه زیاتیږي، بلکې هغه ډنگر او د کم وزن درلودونکي کسان چې په خیټه کې یې د وازدې یا چربي اندازه ډیره وي هم ډیر امکان لري پر سرطان اخته شي.

خواړه

متخصصین وایې چې ۱۰ سلنه ناروغان د غیرې متوازنه خواړو له امله د سرطان پر ناورغۍ اخته کیږي. سائنس ثابته کړې ده چې د سره کړې غوښې استعمال د انسان روغتیا ته زیان رسوي.

همدارنگه په خواړو کې د ریښې لرونکو سبزیجاتو استعمال ډیر گټور دی. خو تر اوسه پورې تائيد شوې نه دی چې آیا د سبزیجاتو او میوو استعمال کولې شي انسان د سرطان ناروغۍ څخه وژغوري؟

د روغتیا نړیواله ادارې (WHO) تیر کال خبردارې ورکړی وو چې له پخوا نه اماده شوې غوښې څخه په استفاده کونکو کسانو کې د سرطان پيښې مخ پرډیریدو دی. د روغتیایې چارو کارپوهان وایې چې دا مهمه نه ده چې تاسې له کوم ډول غوښې څخه استفاده کوئ، اساسي خبره دا ده چې تاسې تر کومې اندازې له غوښې څخه استفاده کوئ.

ورزش

فزیکي یا بدني ورزش د لوې کولمو او تي(سینې) له سرطان څخه د ژغورنې په برخه کې مرسته کوي. کاکس وایې چې د ورزش له امله د سرطان له نورو ډولونو څخه هم انسان ژغورل کیدای شي.

ډیرې روغتیایې کارپوهان په دې اند دي چې له تندرسته پاتې کیدو سره د انسان د بدن مدافع سیستم پیاوړی کیږي. خو داسې هم نه ده چې یو څوک دې د مراتون په منډو کې برخه واخلي هغه به د سرطان پر ناروغۍ نه اخته کیږي.

د الکهولو روژدي او خوند اخیستونکي
د الکهولو روژدي او خوند اخیستونکيانځور: picture-alliance/dpa

شراب څښل

نږدې ۵ سلنه ناروغان د شراب څښلو له امله پر سرطان اخته کیږي. هغه کسان چې د شرابو تر څنگ سگریټ څښي د هغو پر سرطان د اخته کیدو امکان لا پسې ډیریږي. د کاکس په خبره د ورځې یوازې یو گلاس وائن یا بيئرو څښلو سره پر سرطان د اخته کیدو خطر پيدا کیږي، خو تر اندازې ډیر استعمال یې د انسان د ژوند په قیمت تمامیږي.

جلدي یا د پوستکي سرطان

کارپوهان وایې چې د پوستکي سرطان اساسي سبب (sunburns) د لمر د وړانگو له امله د پوستکي سوزیدل دي. خو هر وخت په سوري او کور کې دننه پاتې کیدل هم د انسان روغتیا ته زیان رسوي.

لمر د ویټامین ډي اصلي منبع دی چې د انسان د ذهني او جسماني روغتیا له پاره ډیر مهم دی. د تمباکو او شراب څښلو څخه د ځان ساتلو او پورته یاد شوو وقایوي تدابیرو سربیره انسان باید په وقفه یې شکل خپل روغتیایې معاینات هم وکړي.