1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«څه د پاسه ۶۶ سلنه رایې ارزول شوي»

خلیل الرحمن امید۱۳۹۳ شهریور ۱, شنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې تر اوسه د ټولو رایو ۶۶،۳۴ سلنه ارزول شوي دي. په عین وخت کې د ټاکنو د کمېسیون د ویاند په وینا د دوشنبې له ورځې څخه به د رایو د باطلیدو بهیر پېل شي.

https://p.dw.com/p/1Czhi
انځور: Reuters

افغانستان د خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې دی، څو ژر تر ژره خپل نوی ولسمشر اعلان کړي. خو د دې هیواد د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو د رایو د پلټنې بهیر لا تراوسه بشپړ شوی نه دی. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د تفتیش پروسه ګړندۍ شوې او د دوشنبې په ورځ به د رایو د باطلېدو پروسه هم پیل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د اگست ۲۳مه) په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال څرګنده کړه چې هڅه کوي چې په چټکۍ سره چارې پای ته ورسوي: «ټولې پرېکړې چې تر اوسه شوي او صندقونه چې څارل شوي، د هغه چک لېست او پروسیجر له مخې دي چې د دواړو نوماندانو له خوا ملګرو ملتونو ته سپارل شوي وو، د هغوی له خوا د ټاکنو کمېسیون ته وړاندې او د ټاکنو کمېسیون تصویب کړ. نو پروسه پر مخ روانه ده.»

نور وویل چې د تفتیش پروسه په دوو وختونو، سهار او ماسپښین کې د ۱۴۰، ۱۴۰ ټیمونو له خوا مخ پر ځي او په دې کې پنځوس، پنځوس ټیمونه ځانګړي څار ته ټاکل شوي دي. هغه یادونه وکړه چې د ځانګړي تفتیش له پاره شا او خوا ۶ زره صندقونه ټاکل شوي چې تر دې دمه یې پنځه سوه او شل څارل شوي دي. د نور په باور ټول ټال تر دې دمه ۱۵۱۴۵ صندقونه څېړل شوي دي چې د ټولو رایو ۶۶،۳۴ سلنه جوړوي.

په عین وخت کې د بدلون او دوام ټیم چې مشرې یې د اشرف غني احمدزي پر غاړه ده د پلټنې په بهیر کې پر ځنډ باندې نیوکي کړي. د دغه ټیم استازي داود سلطانزوی وویل چې د ځانګړي څار پروسه پڅه روانه ده او له ټاکنو کمېسیون څخه غوښتنه کوي چې مدیریت او چارې یې ګړندۍ کړي: «دا پروسه خپل یو سیستم لري او موږ هغه منلی دی او د ټاکنو کمېسیون د چارو په رأس کې قراري لري. موږ هیله من یو چې د ټاکنو کمیسیون په لا جدي توگه د چارو مشري په لاس کې واخلي او په پریکړنده توگه پر مخ ولاړ شي، او تر څنګ یې باید ټاکنیز او امنیتي اصول او قوانین هم په پام کې ولري.»

سلطان زوی چی د ټاکنو په لومړي پړاو کې پخپله هم یو کاندید وو وویل چې د پلټنې پروسې ډیر وخت ونیو. نوموړی دا مني چې د خلکو د صبر کاسه نوره ډکه شوې ده: «خلک په پراخه کچه بې روزگاره شوي او اقتصادي زیان ورته اوښتی دی چې له هم دې کبله باید چارې نورې هم ګړندۍ شي.»

د دواړو انتخاباتي ټیمونو په خوښه ۶۰۰۰ صندوقه د ځانگړي تفتیش له پاره بېل کړای شوي دي
د دواړو انتخاباتي ټیمونو په خوښه ۶۰۰۰ صندوقه د ځانگړي تفتیش له پاره بېل کړای شوي ديانځور: DW/H. Sirat

که څه هم داود سلطانزوی وايي چې د مقابل ټیم ټولې غوښتنې او وړاندیزونه په پام کې نیول شوي دي خو د ولسمشرۍ د بل نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله، د ټیم استازی ظاهر اغبر، وايي چې د ملگرو ملتونو له خوا د دوی یو شمېر وړاندیزونه تر دې دمه بې ځوابه پاتي دي: «موږ ځینې غوښتنې له ملګرو ملتونو سره شریکې کړې وې. ځواب مو نه دی اوریدلی. موږ د ټاکنو له کمېسیون څخه په کلکه غواړو چې د هغو ټولو ورځنیو موضوعاتو په اړه د اصلاحاتو او همپالنې ډلې ته معلومات ورکړي چې په معلوماتي مرکز کې راغونډیږي.»

د ښاغلي اغبر په وینا په سیاسي برخه کې هم خبرې اترې روانې دي او زیاتوي چې د اوسني تفتیش پروسه باید راتلونکو ټاکنو ته په میراث پاته نه شي.

افغانستان تر کورني او نړیوال فشار لاندی دی

له بل پلوه افغان ولسمشر حامد کرزي هم دوه ورځې وړاندې د پوهنتون له استادانو سره په یوه لیدنه کتنه کې پر دې ټینګار کړی وو چې د ټاکنو پایله به زر معلومیږي او دوهم ځل ځنډ ورته د منلو وړ نه دی. د افغانستان رایی ورکونکي چې لا تراوسه نه پوهیږي چې د هغوی له رایو سره څه ډول چلند شوی، د خپل هیواد د سیاستوالو د خپلمنځي اختلافاتو له امله پر نوې دیموکراسۍ بی باوره شوي دي. په عامه ژوند، تجارتي سکتور او د کار په بازار کې د راتلونکي په هکله اندیښنې وار په وار زیاتیږي.

ناټو اعلان کړی دی که چیرې افغانستان له امریکا متحده ایالاتو سره دوه اړخیز امینتي تړون لاس لیک نه کړي، ښایي په افغانستان کې د هغوی روز نیز ماموریت پیل نه شي. د سپتمبر پر پنځمه د بریتانیا په ویلز کې د ناټو د سرمشریزې یوه مهمه موضوع په افغانستان کې د دوی ماموریت دی. دا چې څوک به په دغې غونډې کې له افغانستان څخه استازیتوب کوي تر اوسه پورې معلومه نه ده.