1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څه نا څه لس زره مړي په چين کې

۱۳۸۷ اردیبهشت ۲۴, سه‌شنبه

د چين د ولسی جمهوريت د زيښوان په ولايت کی د زلزلی د فاجعی د ځانی او مالی تلفاتو اندازه ګړی په ګړی زياتیږی. څنګه چی د چين د دولتی آژانس سين هوا په يوه خبر کی نن سهار ویل شوی، ښايی د پرون ورځۍ د زلزلۍ د ځانۍ تلفاتو شمير ل

https://p.dw.com/p/DyrA
انځور: AP

په تيرو دريو لسیزو کی د چين د ولسی جمهوريت په جنوب لويدیځ ولايت زيښوان کی د پرون ورځۍ زلزله بيخی بيسارې بلل کيدای شی. ويل کيږی چی يواځۍ د زيښوان د ولايت د بايښوان په سیمه کی په سلو کی 80 ودانی ټول رانړيدل او لږ تر لږه 5 زره انسانان وژل شوی دی.

د شيفانګ په سيمه کی د پرون ورځۍ د زلزلۍ په اثر يوه کيمياو ۍ فابريکه زيان منه شوۍ، چی په دغه پيښه کی هم لږ تر لږه 600 انسانان وژل شوی دی. په دغه سيمه کی 60 تنه د ښونځۍ د شاګردانو موړی د کنډوالو څخه ايستل شوی. څه نه څه د ښونځیو د ودانيو د رانړیدلو په اثر څه نه څه 900 شاګردان د کنډوالو لاندی شوی.

لاتراوسه هم د چين په جنوب لويديځ ولايت زيښوان کی د ځمکۍ ښوریدل بيخی پای ته ندی رسيدلای. نن سهار بيا په دغه سیمه کی ځمکه ښوریدلۍ چی د تکان اندازه یی د سکالا 5 درجو ته رسیده. څنګه چی د زيښوان د ولایت د سايسمولوژی يا د زلزلۍ د اندازه کولو د اداری په يوه رپوټ کی ويل شوی، د دوشنبی د ماسپښين نه راپديخوا تراوسه په دغه سیمه کی 1180 واری ځمکه ښوریدلۍ.

له بله پلوه له دی امله چی دغه سيمه يوه غرنۍ سيمه ده او د پرون ورځۍ راهيسی باران هم اوری نود مرستندويو ډلو په مخ کی ډيرۍ ستونزی دی چی زلزله ځپلو سيمو ته ځان ورسوی او د مصيبت ځپلو سره مرستی وکړی. د ځمکی د ښویدلو په اثر زلزله ځپلو سيموته د تګ او راتګ ټولۍ لاری بندې دی. له همدی امله د چين حکومت د څرخی الوتکو په واسطه عسکر، د نجات ډلۍ او روزل شوی سپيان دغۍ سيمۍ ته لیږلی ترڅو چی د کڼدوالو نه ژوندی کسان، ټپيان او موړی را وباسی. د وينچوان سيمه چی د دغۍ زلزلۍ په اثر ډیر سخت تاوانۍ شوی، له بهره سره یی هرډول ارتباط قطع شوی. دغۍ سيمی ته بايد ډیر ژر اوبه، خيمۍ او خوراکی مواد ورسول شی. د چين د ولسی جمهوريت لمړی وزير وين ژيا باو پخپله د زلزله ځبلو سيمو سره د مرستی د رسولو د چارو څارنه کوی. هم د آلمان لمړۍ وزيری انګيلا مرکل او هم دآمريکی د متحده ايالتونو ولس مشر د چين واسی جمهوريت ته د مرستی وړاندیزونه کړیدی.