1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څومره زغم باید وشي؟

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ مرداد ۱۹, سه‌شنبه

آلماني چارواکي د هغو قانوني، ديني او ټولنيزو ارزښتونو او معيارونو سره څه ډول چلن کوي چي مهاجر یې له خپل ځان سره راوړي؟ د مهاجرت موضوع په آلمان کي د ارزښتونو پر سر په بحث بدله سوې ده.

https://p.dw.com/p/1JddY
انځور: DW/A. Kasiske

آیا یو مسلمان عالم باید د ښوونځي یوې ښوونکي ته لاس ورکړي؟ آیا د ځوانانو د بهبود اداره باید د یوه سوریایې واده شوې میرمنې چې قانوني سن ته نه وي رسېدلې سرپرستي پر غاړه واخلي؟

پوښتنه دا ده چې تر کومې اندازې آلماني بنسټونه د مهاجرو کلتوري او مذهبي ارزښتونه او اعتقادات په پام کې نیسي. دا د هغو په سونو زرو مهاجرو چې یوه لویه برخه یې د افریقایې هیوادونو، منځني ختیځ او افغانستان مسلمانان دي، له پاره ډیر ارزښت لري.

د آلمان په هانوور ښار کې د فلسطیني ټولنې مشر یزید شاموت، وایې: «دا هغه پوښتنه ده چې اوس وخت زموږ په ټولنه کې پرې تاوده بحثونه روان دي.» نوموړی زیاتوي«دواړو خواوې زغم او یو بل منلو ته اړتیا لري.»

په عین وخت کې هغه له آزادۍ څخه د غلط برداشت په هکله خبرداری ورکوي، کوم چې د آلمان په ځينو ایالتونو کې د یوې موازي ټولنې په شکل رامنځته کیږي. په دغو ځايونو کي مهاجر له المانانو سره هیڅ په تماس کې نه رازي.

شاموت چې یو وخت پخپله د مهاجر په توګه آلمان ته راغلی دی وایې چې حتی له یوه مهاجر څخه هم له الماني ټولنې سره د حد اقل تطابق تمه کیدالی شي. نوموړي زیاتوي: «تیښته یا مهاجرت هیڅکله هم په خپله خوښه نه کیږي. خو دغو کسانو په آګاهانه توګه د خپل مهاجرت له پاره آلمان انتخاب کړی دی نه اردن او ترکیه.»

دا هم په مهاجرو پوري اړه لري

په می مياشت کي د بامبرېګ د محکمې يوې پرېکړي هيښتيا رامنځ ته کړې وه. په دغه فيصله کي راغلي ول چي د اشافنبورګ ښار د ځوانانو د مراقبت اداره د سوريې د يوې ۱۵ کلنې نجلۍ د استوګنځای په هکله د پریکړه کولو حق نه لري.

دغې نجلې په ۱۴ کلنۍ کې په خپل هیواد کې له خپل یوه تره زوی سره واده کړی وو. که څه هم په سوریه کې د واده کولو له پاره قانوني عمر ۱۷ کاله ټاکل شوی دی. خو بیا هم د محکمې د پریکړې پر اساس دغه نکاح شوې ده.

شاموت وایې «د محکمې دغه حکم ده ته سوال پيدا کړ، ځکه له دې سره د قانون حاکمیت تر پوښتنې لاندي راځي.»

د بایرن ایالت د عدلي وزیر وین فرید باوس بک، غواړي په قانون کې داسي بدلونونه رامنځته کړي چې له مخې یې د واده کولو له پاره عمر د آلمان د قانون پر بنسټ وټاکل شي. په آلمان کې د واده کولو له پاره قانوني عمر ۱۸ کاله دی.

یوازې په ځانګړو شرایطو کې او یا هم په هغه صورت کې چې د فامیلي چارو محکمه پریکړه وکړي، بیا نو په ۱۶ کلن هم کولای شي واده وکړي.

په برلین کې یوه شعیه امام کریم اوکار، د مذهبي دلایلو له امله د خپل زوی یوه ښځینه ښوونکي ته له لاس ورکولو څخه انکار وکړ. نوموړي امام دا کار د خپل دیني ارزښتونو ټپي کول وباله.

بالاخره ښوونځي له دغه امام څخه بخښنه وغوښته. د ډیالوګ او تعلیم بنسټ مشر ارکان کراکویون، وایې چې داسې یو څه غیر ضروري، پریشانه کوونکی بحران دی. دغه بنسټ د ترکیې د فتح الله ګولن د غورځنګ پورې اړه لري.