1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څوک کولای سي موګابي د قدرت څخه را راواچوي

۱۳۸۶ اسفند ۲۱, سه‌شنبه

داچي په افريقايي هيواد زمبابوي کي به څوک ددغه هيواد زورواک مشر روبرت موګابې دځواک له مسنده څخه را وپرځوي په دغه هيواد کي دموګابې مخالفينو ته د اميد وارۍ یوه نوې څيره پيدا سوې چي زمبا ماکوني نوميږي.

https://p.dw.com/p/DTu1
موګابي: دنوي ښکيلاک دښمنان نه يوازي په لندن او واشنګټن کي ناست دي...
موګابي: دنوي ښکيلاک دښمنان نه يوازي په لندن او واشنګټن کي ناست دي...انځور: AP

. په دغه هيواد کي د رواني مياشتي
پر 29 نېټه پارلماني ټاکني کيږي او ددغه ټاکنو دپيل څخه د مخه د زمبابوي زورواک زوړ مشر دا پريکړه کړې چي په دغه هيواد کي دي دپوځيانو، پوليسو او ښوونکو تنخواوي دي ډيري سي، ګوندي کارکونکو ته دي خوراکي مواد ورکړل سي، دجګړې پخواني اتلانوته دي نوي جيپان او بزګروته دي دکرهڼي نوي وسايل او ماشينونه چي دچين څخه را وارد سوي دي او بيا په بيړي سره موګابي داسي يو قانون لاسليک کړی دی چي دبهرنيو هيوادونو پانګي په دغه هيواد کی ډيرژر ضبطېدلای سی. او کومي بهرنۍ تصدۍ چي په دغه هيواد کي سته په ټولو کي بايد چي تور پوستي زمبابيان اکثريت ولري. دموګابي د دغه ټولو اقداماتو موخه داده چي دی په راتلونکي پارلماني ټاکنو کي ډيري رايي تر لاسه کړي. د 84 کلن موګابي له نظره د ده په اصطلا دنوي ښکيلاک دښمنان نه يوازي په لندن او واشنګټن کي ناست دي، بلکي په هيواد کي دننه هغه کسان هم د ده له نظره دښمنان دي چي د ده په مقابل کي يې ځانونه کانديد کړي دي. دده په مقابل کي کانديد سوي کسان لکه مارګان تزوان ګيرای یا زیمبا ماکوني يا نور هرڅوک چي وي دلويديځو هيوادونو اجنټان او ځان خرڅونکي دي ددغه هيواد دپوځ مشر جنرال وينګا وايي چي دزمبابوي وسله وال ځواکونه به نه دټاکنو څخه مخکي، نه دټاکنو په بهير کي او نه دټاکنو په پای کي دهغه کسانو اطاعت وکړي چي غواړي زمبابوي پر بهرنيانو باندي خرڅه کړي، موږ به دروبرت موګابي څخه پرته بل دهيچا ملاتړ ونه کړو. نو که داسي وي په زمبابوي کی په هیڅ کوم بدلون دپارلماني ټاکنو څخه وروسته رانسي خو بيا هم په زمبابوي کي د روبرت موګابي سياسي مخالفين يوه امید واري لري چي وايي کيدای سي ددغه ټاکنو په نتيجه کي یو نوښت راسي او هغه د زمبابوي دولس مشرۍ د چوکۍ دنيولو دپاره ددغه هيواد دمالي چارو د پخواني وزیر زمبا ماکوني کانديدل دي.

داسي ويل کيږي چي دی دموګابي تر سايې لاندي یو کانديد ندی که څه هم دموګابي ګوندي ملګری بلل کيږي خو بياهم يو ناپيلی سياست مدار ګڼل کيدای سي او دزمبابوي دواکمن ګوند دمرکزي دفتر دنوروغړو د خوايي هم ملاتړکيږي. دزمبابوي دچارو سياسي کارپو پازیلدون پيتا په دې اړوند وای چي: د مسترماکوني دا پريکړه چي دزمبابوي دواکمن ګوند څانو څخه ځان په جلا توګه کانديد کړي دا پخپله يو نوښت بلل کيداسي او ددې حقيت ښکارندوی بلل کيږي چي د زمبابوي په واکمن ګوند کي یو درزمينځ ته راغلی او کيدای سي چي دڅانو په ګوند کي دننه ډيرغړي د روبرت موګابي دسياست څخه په اصطلا تر سږمو راغلي وي.

له بله پلوه دموګابي دمخالفينو په ډله کي هم يو ويش راغلی او دمخالفي ډلي د مشر مورګان پخواني ځيني پلويان غواړي چي د زمبابوي په راتلونکي ټاکنو کي ددغه هيواد دماليې دچارو دپخواني وزيرماکوني ملاتړ وکړی. خو بيا ځيني نور کسان وايي داچي دموګابي په مقابل کي دوه مخالف سياستوال کاندیدیږي، دا به پخپله دموګابي په ګټه وي که څه هم په زمبابوي کي د ده دحکومت دکار بيلانس يوه فاجعه بلل کيدای سي. په سلوکي 85 وګړي وزګاره دي ، دوکانونه ټول تش دي او دپيسو ارزښت په سلو کی 150 زره را کښته سوی دی.