1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څيپريس: د کيميايي موادو پلورنه دې وڅارل شي

۱۳۸۶ شهریور ۱۹, دوشنبه

د آلمان حکومت تر شنډ شويو ترهگرو بريدونو وروسته د ترهگرۍ د مخنيوي نوي گامونه سنجوي. د آلمان د قضايي چارو وزيره بريگيته څيپريس غواړي چې د هغو کيميايي موادو پلورنه راجستر کړي چې بمونه ترې جوړېدای شي.

https://p.dw.com/p/DKHd
د آلمان د قضايي چارو وزيره بريگيته څيپريس
د آلمان د قضايي چارو وزيره بريگيته څيپريسانځور: dpa
د آلمان د سوسيال دموکرات گوند دغه سياستواله وايي چې په آزاده توگه په بازار کې د دغه راز توکو پلورل ناسم کار دی. د سه شنبې په ورځ نيول شويو ترهگرو د څو مياشتو په اوږدو کې يو درجن د کيميايي توکو سطلونه رانيولي وو. له دغه هايدروجن پر اکسايد نومي کيميايي توکي څخه د آلمان د جناحي پوليسو په وينا داسې يو زورور بم جوړېدای شي چې د چاودنې زور يې 550 کيلوگرام ټي ان ټي ته رسېږي. رسنۍ راپور ورکوي چې دغه بريدونه په روانه مياشت کې تر سره کېدونکي ول.