1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څیړنه: له هرو اوو آلمانیانو څخه یو یې جنسي آزار تجربه کړی

۱۳۹۵ اسفند ۲۷, جمعه

په آلمان کې یوه نوې څیړنه ښيي چې د هرو اوو آلمانیانو له ډلې څخه یو تن یې په کوچني والي کې له جنسي زورونې سره مخامخ شوی. له ماشومانو سره د جنسي زورزیاتي په موضوع کې د فدرال حکومت کمیشنر د لا زیات کار پر اړتیا ټینګار کړی.

https://p.dw.com/p/2ZPot
Kindesmissbrauch Gewalt gegen Kinder sexuelle Gewalt Misshandlung
انځور: picture-alliance/dpa/McPhoto

د دې تمه کیده چې په آلمان کې په ماشوموالي کې د زورول شویو کسانو په شمیر کې به د پخوا په پرتله یو څه کموالي راغلی وي، خو د ماشومانو او ځوانانو د رواني وضعیت په اړه د اولم پوهنتون یوه نوې څیړنه ښيي وضعیت له هغه څه چې هیله یې کیده، خراب دی.

د څیړنې پایلې ښيي چې په آلمان کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د زورل شویو ماشومانو په کچه کې لوړوالی راغلی دی. په دې کال کې په یوې ورته څیړنه کې ۱۲ سلنه پوښتل شویو آلمانیانو ویلي وو چې په ماشوماموالي کې له جنسي زورونې سره مخامخ شوي دي، په نوې څیړنه کې بیا دغه سلنه ۱۴ ته پورته شوې ده.

په نوې څیړنه کې د ۱۴ او ۹۴ کلونو تر منځ ۲۵۰۰ آلمانیان پوښتل شوې دي.

د زورول شویو ماشومانو په شمیر کې زیاتوالي د آلمان د فدرال حکومت خپلواک کمیشنر یوهانیس ویلیم غیوریک، ډیر نه دی حیران کړی. هغه دویچه ویله ته وویل: «له جنسی زورزیاتي څخه د ماشومانو د حفاظت او ساتنې له پاره تعهد زیات شوې دی خو موږ لا دومره پرمختګ نه دی کړی چې هر اړخیزه محافظت رامنځ ته کړو.»

د غیوریک په نظر له جنسي لحاظه د زورول شویو ماشومان شمیر له دې کبله هم لوړ شوی دی چې د دې پدیدې د مخنیولي له پاره «تول عملي اقدامات» نه ترسره کیږي. هغه ټینګار وکړ: «موږ باید د [جنسي زورونې] د مخنیو او همداراز د مداخلې او محافظت په برخه کې لا ډیره پانګونه وکړو.»

غیوریک وویل چې «په ۲۰۱۱ کال کې د ماشومانو د جنسې زورونې په اړه تر ګردي میز» وروسته دا موضوع روښانه شوې ده چې کوم اقدامات کولای شي په کورنیو او ټولنه کې د ماشومانو د جنسي آزار په برخه کې مخنیوونکي وي او له ماشومانو او تنکیو ځوانانو سره مرسته وکړي. دا چې ولي بیا هم پرمختګ نه دی شوی، غیوریک یې په اړه وویل: «خو اوس هم هغه تدابیر چې کولای شي له ماشومانو سره مرسته وکړي نه دي په عمل کې پیاده شوي.»

د غیوریک په اند، یوه لویه ستونزه دا ده، چې په آلمان کې د ماشومانو د جنسي زورونې ستونزې له پاره، لنډه مهاله حل لارې په پامې کې نیول شوې دي. هغه ټینګار کوي، په داسې حال کې چې جنسي زورونه یوه اوږدمهال ستونزه ده، د حل لارې چارې یې هم باید د اوږدې مودې له پاره وي.

خو پر دې ټولو سربیره غیوریک وایي چې په دې برخه کې سخت کار روان دی. هغه د بیلګې په توګه د «ښوونځي د جنسي تاوتریخوالي پر ضد» نوښت یادونه وکړه. د دې نوښت په ترڅ کې د آلمان د ټولو ۱۶ ایالتونو د زده کړې له وزیرانو سره همکاري رامنځ ته شوي چې له هغو ماشومانو سره چې په کورنۍ کې له جنسي زورونې سره مخامخ دي، مرسته وشي.

د غیوریک په اند، یوه لویه ستونزه دا ده، چې په آلمان کې د ماشومانو د جنسي زورونې ستونزې له پاره، لنډه مهاله حل لارې په پامې کې نیول شوې دي. هغه ټینګار کوي، په داسې حال کې چې جنسي زورونه یوه اوږدمهال ستونزه ده، د حل لارې چارې یې هم باید د اوږدې مودې له پاره وي.