1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څیړنه: په آلمان کې له مسلمانانو سره مخالفت زیات شوی

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ خرداد ۲۷, پنجشنبه

د لایپڅیگ پوهنتون د یوې نوې څېړنې له مخې په آلمان کې ښي اړخه افراطیانو ته په تمایل کې ډېرښت نه دی راغلی، خو په منځني قشر کې دغه هیواد ته د مسلمانانو د مهاجرت او د مهاجرو د منلو پر ضد مخالفت مخ پر ډېرېدو دی.

https://p.dw.com/p/1J86m
انځور: picture-alliance/dpa/R. Schlesinger

په آلمان کې د مسلمانانو پر ضد مخالفت کې زیاتوالی راغلی دی. دا هغه یوه نمونه یي څېړنه ښيي چې په برلین کې د لایپڅیگ پوهنتون د څېړونکو اولیور دیکر او اېلمر برېلر، له خوا وړاندي شوه.

د دغي څېړني له مخي د آلمان نیمایي نفوس ویلي دي چې «ځیني وختونه د ډیرو مسلمانانو له کبله په خپل هیواد کې ځان پردی احساسوي.» په داسې حال کې چې په ۲۰۱۴م کال کې دغه سلنه ۴۳ وه. ۴۰ سلنه آلمانیان په دې نظر دي چې آلمان ته دې، مسلمانان له کډوالتوب څخه لیري وساتل شي. (په ۲۰۱۴م کال کې بیا دغه شمیر ۳۶ سلنه وو).

له سنتي، روما لږکیو او همجنسبازانو سره مخالفت

دغه انتقاد د نورو لږکیو پر وړاندي د پخوا په پرتله هم په څرگند ډول زیات دی. د هغو کسانو په سلنه کې چې وايي، سنتي او روما لږکي جرمونو ته تمایل لري له ۴۴،۲ څخه ۵۸،۵ ډېرښت راغلی.

همداشان تر ۸۰ سلنه زیات پوښتل شوي کسان غواړي چې «دولت باید د پنا د غوښتنې په قضیو کې له سخاوت څخه کار وا نه اخلي.» (په ۲۰۰۹م کال کې د دغسو کسانو شمیر ۲۵،۸ سلنه وو.) کابو ۶۰ سلنه کسان په دې باور دي چې زیاتره پناه غوښتونکي واقعا له دې څخه اندېښنه نه لري، چې په خپل اصلي ټاټوبي کې به تعقیب شي.

د هغو کسانو سلنه چې همجنسبازي غیر اخلاقي کار بولي له ۱۵،۷څخه ۲۴،۸ سلنې ته لوړه شوې ده. د څېړنې له مخې ۳۶،۲ سلنه خلک په دې نظر دي چې د ښځي او ښځې او نارینه او نارینه تر منځ باید د واده اجازه نه وي. (په ۲۰۰۹م کال کې دغه شمیر ۲۹،۴ سلنه وو.) د څېړنې له مخې دغسې یو نظر په ځانگړې توگه د عوامپالي گوند اې اف ډي، د پلویانو تر منځ پراخ دی.

په نوې څېړنه کې راغلي دي چې په عام ښی اړخي افراطي دریځ لکه په عمومي توگه له بهرنیانو سره دښمني او یا د ناسیونال سیوسیالیزم بې ضرره ښوولو سطحه د تیرو کلونو په څیر پر خپل ځای پاته ده.

خو د دغې څېړنې لیکوالانو لیکلي دي چې په هغو ښی اړخه مفکوره لرونکو انسانانو کې ډېرښت راغلي چې د خپلو گټو د لاس ته راوړلو له پاره تاوتریخوالی جوړوي. زیاته شوې ده چې د پام وړ یو ټکی په آلمان کې مخ پر زیاتیدونکي توگه قطبي کیدل او افراطي کیدل دي.

د ۱۴ او ۹۳ کلونو تر منځ ۲۴۲۰ کسان پوښتل شوي

د لایپڅیگ پوهنتون څېړونکي له ۲۰۰۲م کال راهیسې هر دوه کاله وروسته په نمونه یي پوښتنو کې په ټولنه کې د ښی اړخي مفکورې په هکله څېړنه کوي. اوسنۍ څېړنه د هاینریش بول بنسټ، روسا لوکمسبورگ بنسټ او د اوتو برینر بنسټ سره د گډ کار په نتیجه کې تر سره شوې ده. د دغې څېړني لیکوالانو د ۱۴ او ۹۳ کلونو عمر لرونکو ۲۴۲۰ کسانو څخه پوښتني کړي دي.

د دغه څېړني له مخي د آلمان په ختیځ او لویدیځ کې د ښي اړخو افراطیانو په دریځ کې دومره توپیر نه لیدل کیږي. په ختیځ کې بهرنیانو ضد دښمنۍ سلنه ۲۲،۷ ده او په لویدیځ کې بیا ۱۹،۸ سلنه ده.

د النسبخ څیړنه: اسلام له آلماني وگړو سره تعلق لري نه له آلمان سره

د لایپڅیگ پوهنتون له څېړني سره هم مهاله د «فرانکفورتر الگماینه څایتونگ» (ورځپاڼي) د النسبخ څېړنیز بنسټ یوه څېړنه خپره کړې ده. د دغې څېړنې له مخې د آلماني وگړو د لوی اکثریت له پاره آلمان له اسلام سره تعلق نه لري. یوازي ۱۳ سلنه خلک د هغوی مخالف نظر لري.

د څېړنې له مخې د دغه هیواد وگړو ته دا تثبیت شوې ده چې دیني آزادي د دې هیواد د اصلي فرهنگ یوه برخه جوړوي. هغوی دا قبلوي چې یو کس په آلمان کې کولای شي د اسلام پیروی وي، یا د عیسیویت او یا هم د هیڅ دین پیروی نه وي.

د زیاتره آلماني وگړو په نظر په آلمان کې د بهرنیانو ادغام یوازي په هغه صورت کې بریالی کیدای شي چې آلمانی کلتور د خپل رهبري کوونکي کلتور په توگه ومني.