1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څیړونکی: انسانان کولای شي تر۱۴۰ کلونو پوري ژوند وکړي

۱۳۹۶ آذر ۱۳, دوشنبه

د داسې انسانانو شمیر چې عمرونه یې تر۱۰۰ کلونو اوښتي د ډیریدو په حال کې دي. ښه خواړه او د روغتیا ښه حالت يې یو له عواملو څخه ګڼل کیږي. خو یو ساینسپوه وايي چې په راتلونکو څو لسیزو کې به د انسانانو ژوند لا هم اوږد شي.

https://p.dw.com/p/2oi20
Symbolbild Sport im Alter
انځور: Fotolia/Gina Sanders

د ځمکې پرمخ تر ټولو ډیرعمر ۱۲۲ کاله دی. خو یو اسرائیلی څیړونکی وايي چې په راتلونکي کې به انسانان تر دې هم اوږد وکړي. خاییم کوهن (Chaim Cohen) چې د بار ایلان په پوهنتون کې د زړښت د مولیکولي پیژندني بیولوژي څیړونکی دی، د آلمان خبري آژانس ته په دې هکله وویل: «داسې امکان لري چې د انسانانو عمر به تر۱۲۰ کلونو هم واوړي او ان کیدای شي۱۴۰ کلونو ته ورسیږي.»

د تیرو۱۰۰ کلونو په ترڅ کې د واکسینونو، روغتیايي ښه خدمتونو او د لوړ کیفیت دارو درملو له امله د انسانانو ژوند ډېر شوی دی. کوهن په دې هکله وايي: «په داسې حال کې چې په تیرو وختونو کې۷۰ سلنه انسانانو خپل ژوند د عفوني ناروغیو له امله له لاسه ورکاوه، اوس ۷۰ سلنه انسانان د زړښت پرمهال د خاصو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه  ورکوي.» په دې ترتیب د داسې انسانانو شمیر چې اوږد عمر لري، لږه لوړ شوی دی.

تر اوسه پورې د انسانانو تر ټولو اوږد ثبت شوی عمر د یوې فرانسوي میرمنې دی چې په ۱۹۹۷م کال کې د ۱۲۲ کلونو په عمر مړه شوې. له هغه وخت راهیسې تر اوسه پورې بل هیچا دومره اوږد عمر نه دی کړی.

په نیویارک کې د البرت انشتین په نامه د روغتیا له کالج څخه د یان ویګ د ډلې څیړونکي تیرکال دې نتیجې ته ورسیدل چې د انسانانو عمر طبیعي حالت لري. دوی د «نیچر» په نامه په یوه خپرونه کې په خپله مقاله کې لیکلي وو چې داسې امکان چې پکې د یو انسان عمر له ۱۲۵ کلونو واوړي، ډیر کم دی.

خو کوهن په دې هکله بل ډول نظر لري. هغه وايي چې «که چیري د زړښت په لړۍ کې لاس ووهل شي، امکان لري چې د عمر طول اوږد کړل شي.»

د کوهن څیړنې چې له ۱۹۰۰ تر۲۰۱۰م کلونو پوري شوي د انسانانو د مرګ د معلوماتو او همدا راز پر موږکانو، سحرايي موږکانو او مچانو د ځینو ازمیښتونو پر پایلو ولاړي دي.

د کوهن په وینا هغه د خوراک د ډول په بدلون، د جنیتیکي انجینرۍ څخه په ګټه اخیستنې او د ځینو درملو پر مټ په دې توانیدلی چې د دې حیواناتو عمر تر۳۰ سلنې پوري اوږد کړي. د کوهن تر ازموینې لاندي حیوانات د زړښت پر مهال په ځینو ناروغیو لکه شکرې باندي هم کم اخته شوي.

کوهن په خپل رپوټ کې همدا راز ویلي دي چې د ازمايښتونو پایلي داسي قوي دلایل وړاندي کوي چې له امله یې د انسانانو عمر هم په ښکاره توګه ډېرېدای شي. کوهن په دې هکله وايي: «که چیري د زړښت په لړۍ کې په مستقیمه توګه اقدامات وشي، کولای شو چې د ۱۲۰ کلونو له عمر څخه ۱۴۰ کلونو ته هم ورسیږو.»

په ورته  وخت کې نوموړی ټینګار کوي چې هدف د داسې عمر اوږدول دي چې پکې انسانان په پوره روغتیايي حالت کې ژوند وکړي ځکه «هرڅومره چې یو انسان زړیږي، په همغه اندازه د لا ډیرو ناروغیو د اخته کیدو له ګواښ سره مخامخ کيږي.»

اوس د ۱۹پیړۍ په پرتله په انسانانو کې د الزایمر (یو ډول عصبي ناروغي چې د انسان حافظه، د فکر کولو ډول او چلن اغیزمنوي) او پارکینسون (یو ډول ناروغي چې په مغزو کې یو ډول عصبي حجرې اغیزمنوي) په څیر ډیري ناروغۍ تر سترګو کیږي.

دا ځکه چې اوسمهال د ډیرو انسانانو عمر تر۸۰ کلونو ډیریږي. کوهن په دې هکله وايي چې تر دې وړاندي هم د عمر د اوږد کولو موضوع تر څیړنو لاندي نیول شوې وه خو تر اوسه پوري هیڅ یوه څیړنه هم تر دې اندازې او په دې دقت پر انسانانو او مختلفو حیوانانو نه ده شوې.

DW(K.H/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: