1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: افغانستان او عراق کي ۳۴ مليارده ډالره ضايع سوي

۱۳۹۰ مرداد ۲, یکشنبه

په داسي حال کي چي د بارک اوباما حکومت له سختو مالي ستونزو سره لاس او ګريوان دی او له کانګرس سره د پور اخيستلو د کچي د لوړولو پر سر شخړه لري، د افغانستان او عراق د جګړې د پوځي لګښتونو يوه نوې بربنډونه وړاندي سوې ده.

https://p.dw.com/p/122V6
د افغانستان او عراق په جګړو کي يوازي پر شخصي امينتي شرکتونو باندي 200 مليارد ډالره لګول سوي دي.
د افغانستان او عراق په جګړو کي يوازي پر شخصي امينتي شرکتونو باندي 200 مليارد ډالره لګول سوي دي.انځور: AP

د هغي څيړني له مخي، چي ډير ژر به د متحده ايالاتو کانګرس ته وړاندي سي، په عراق او افغانستان کي د شخصي امنيتي شرکتونو په لګښتونو کي 34 مليارد ډالره ضايع سوي دي.

د کانګرس د دوو جرګو (د استازو مجلس او سنا مجلس) له خوا يو ټاکل سوي کمېسيون د عراق او افغانستان په جګړو کي د شخصي امنيتي شرکتونو ونډي تر څيړني لاندي نيولي دي.

رويترز خبري آژانس د دغه څيړني سره د يو آشنا شخص په حواله ليکي، چي څيړنه د بشپړيدو په حال کي ده او په راتلونکو اونيو کي به د متحده ايالاتو کانګرس ته تسليم سي.

ويل سوي، چي دغه څيړنه د جګړې د لګښتونو په هکله نوي جزئيات، چي تر اوسه پوري نه دي ورکړل سوي بربنډوي.

د رپوټونو له مخي د افغانستان او عراق په جګړو کي په تيرو لسو کلونو کي يوازي په شخصي امينتي شرکتونو باندي 200 مليارد ډالره لګول سوي دي.

له څيړني سره دغه آشنا سړي، چي خپل نوم يې نه دی ښودلی، رويترز خبري آژانس ته په خپلو معلوماتو کي ويلي، چي د افغانستان او عراق په جګړو کي د 200 زرو شخصي محافظينو نومونه د معاشونو د ورکړي په ليست کي شامل دي.

که دا رښتيا وي، نو په دواړو هيوادونو کي په ټوليزه توګه د متحده ايالاتو د پوځ د موجودو سرتيرو د شمير څخه د شخصي محافظينو شمېر زيات دی.

په اوسني وخت کي په عراق کي څه ناڅه 46 زره او په افغانستان کي تر 100 زرو لږ عسکر مېشت دي.

ويل کيږي، چي په عراق او افغانستان کي د شخصي امنيتي شرکتونو د دقيق شمير او دغه راز د هغوی د حساب او کتاب په هکله معلومات لاس ته راوړل ښايي ډير ستونزمن وي.

ځکه دغو شرکتونو په دواړو هيوادونو کي نورو فرعي شرکتونو ته امنيتي قراردادونه ورکړي او بيا هغوی په خپل وار سره په دغو هيوادونو کي ځيني کسان په موقتي توګه په کارونو ګمارلي دي.

د دواړو جګړو د لګښتونو دغه نوي بربنډوني په داسي وخت کي عنوانيږي، چي له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د وتلو او افغان ځواکونو ته په ځينو سيمو کي د د امنيتي مسوليت د انتقال پروسي پيل سوې ده.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل