1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: د وژل سوو سرتيرو کورنۍ د مشکلاتو سره مخ دي

حسين سيرت / احمدولي اڅکزی۱۳۹۳ مرداد ۴, شنبه

د وژل سوو افغان سرتيرو کورنۍ د وژل سوو لپاره د تقاعد او امتيازياتو د اخيستلو پر وخت د زیاتو مشکلاتو سره مخامخ وي. دا خبره د بنسټيزو مطالعاتو او پرانستې ټولنې په نوم مؤسسې د څېړني په راپور کي راغلې ده.

https://p.dw.com/p/1CjKr
انځور: DW/H. Hashami

د افغانستان د دفاع وزارت د بنسټيزو مطالعاتو او پرانستې ټولنې د څېړني پايلي رد کړي دي. ياد وزارت وايي چي د وژل سوو افغان سرتيرو کورنيو ته ټول قانوني امتيازات ورکول کيږي.

د يادي مؤسسې يو څېړونکي احمد ضيا صادقي، د شنبه په ورځ (د جولای ۶مه) په کابل کي د دغې څېړي پايلي د يوې غونډي په ترڅ کي معرفي کړې. نوموړي وويل: « متأسفانه چي د شهيدانو کورنيو ته د تقاعدي معاش په رسيدو کي ډېر زيات وخت لګيږي، د يوې مياشتي څخه تر څلورو مياشتو پوري.»

دغه څېړنه ښيي چي د تيرو ۱۳ کالو په جريان کي ۱۳۷۲۹ افغان امنيتي کسان وژل سوي دي. د دې تر څنګ د ۱۳۵۷کال څخه تر ۱۳۷۸ کال پوري دولت د ۱۰۰ زرو څخه زيات وژل سوي افغان سرتيري ثبت کړي دي.

د څېړني په راپور کي راغلي چي د وژل سوو سرتيرو کورنۍ مجبوره وي چي د تقاعد د امتيازاتو په لاس ته راوړلو لپاره د سرتيري د وژل کېدو د ځای څخه تائيد راوړي. زياته سوې چي دا زياتره وخت ډېري ناامنه سيمي وي او له همدې کبله د وژل سوو سرتيرو زياتي کورنۍ د دغو امتيازاتو څخه محرومه پاته کيږي.

« وزارت حقدار ته حق ورکوي»

په افغانستان کي د عسکرۍ د قانون له مخي په جګړه کي د وژل سوي عسکر وروستۍ تنخوا خامخا د هغه کورنۍ ته ورکول کيږي.

د يادې څېړنې پايلي ښيي چي په زياتو مواردو کي د وژل سوو عسکرو ماشومان دې ته مجبوره سوي چي خپل درسونه پرېږدي او د خپلې کورنې د نفقې لپاره مزدوي وکړي.

خو د وزارت دفاع د وياند معين دولت وزيري د وژل سوو افغان سرتيرو د تقاعد مشکلات ردوي. نوموړی وايي چي که د وژل سوو عسکرو کورنۍ شرعي وثيقه وړاندي او خپل وراثت ثابت کړي، نو وزارت دفاع هغوی ته د هغوی حق ورکوي. وزيري زياتوي: « عسکر چي په آخري وخت کوم معاش اخيستی ؤ، هغومره پيسې هر مياشت د هغه کورنۍ ته د ژوند تر آخره ورکول کيږي. معنی دا چي په وزارت دفاع کي موږ د شهدا او د هغوی د وارثينو په تړاو هيڅ ډول مشکلات نه لرو.»

د طبي مراقبت نشته والی

د بنسټيزه مطالعاتو او پرانستي ټولنې مؤسسې په خپل راپور کي ويلي دي چي د وژل سوو افغان سرتيرو د کورنيو سره هيڅ ډول طبي مرستي نه کيږي او نه هم د اړتيا پر وخت يې طبي مراقبت کيږي.

صادقي وايي چي د وژل سوو افغان سرتيرو د کورنۍ غړي زیات وخت د د رواني ناروغيو تر څنګ په نورو خطرناکو ناروغيو اخته يې، خو د هغوی غم نه خوړل کيږي.

د څېړني د راپور له مخي د وژل سوو عسکرو زياتره کورنۍ په خپلو حقونو هم نه وي خبري چي له همدې کبله هغوی د خپلو حقونو څخه دفاع نه سي کولای. د دې تر څنګ د زياتو موانعو او خنډونو له کبله هم د وژل سوو سرتيرو زياتي کورنۍ تر اپارتمان يا يوې ټوټي مځکي او ورته امتيازاتو لاس پر سر کيږي.