1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

څېړنه: د کرونا واکسين کولی شي د زکام مخه ونيسي

۱۴۰۰ بهمن ۲۲, جمعه

د آلمان د «اولم» پوهنتون د يوې څېړنې پايله ښيي چې د کرونا بشپړ واکسيناسيون د زکام په مقابل کې هم مصونيت رامنځته کوي او همدا راز د زکام شدت راکموي او ترې په رغيدو کې مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/46sVB
Deutschland | Frau beim Naseputzen
انځور: Christin Klose/dpa-tmn/picture alliance

په آلمان کې ترسره شوې يوه څېړنه ښيي چې د کرونا ويروس پر ضد بشپړ واکسيناسيون د عادي زکام څخه په ساتنه کې هم مرسته کولی شي.

زکام يا رېزش يوه ډېره عامه ناروغي ده چې وژونکې نه ده؛ تبه او لړزه، له پزي د اوبو بهېدل، د ستوني درد او د بدن ضعيفوالی یې علايم دي. زکام د ناروغ د بدني وضعيت پر اساس کله شديد او صعيف وي او ترې د ښه کیدو په موخه انسان د څو ورځو استراحت ته اړتيا لري.

اوس د آلمان په جنوب کې د «اولم» پوهنتون د کرونا واکسين په اړه يوې څېړنې ښوولې چې د کرونا دوه ځلي واکسين د انسان بدن د زکام په مقابل کې هم ساتي. په واکسين شويو کسانو کې ښايي د زکام علايم ډېر خفيف وي او ناروغي پرې ډېر آسانه او ژر تېره شي.

څېړونکو د تحقيقاتو په ترڅ کې يوه ۲۴ کسیزه ډله تر آزموينې لاندې نيولې وه او له دې کسانو څخه يې د استرازينکا او بيونتيک واکسينونو تر ترزيق مخکې او وروسته د وينې نمونې اخيستې وې چې ټول پروتین، اليکتروليت او انتي بادي پکې موجود وي.

د کرونا او زکام ويروسونه د پروتين د سپايک په جوړښت کې سره ورته دي او دا چې د استرازينکا او بيونتيک واکسينونه د « mRNA» پر اساس جوړ شوي، نو حجرې د دې پروتين د نفوذ په مقابل کې مجهزوي.

کرونا له انفلونزا او زکام سره څه توپير لري؟

تر مقايسې وروسته مشخصه شوه چې د تر واکسيناسيون وروسته د بدن حجرو د بېلا بېلو ويروسونو پر وړاندې مصونيت پيدا کړی دی.

حتی هغه کسان چې يوازې يو ځل واکسين شوي ول، د کرونا د دوو ډولونو، زکام او د يوه بل ویروس په مقابل کې یې نسبتاً ضعيف معافيت ښوولی. دا تاثير بيا د واکسيناسيون تر بشپړيدو يعني تر دوو واکسينو وروسته له يو نیم تر څلور برابره زيات وو.

د اولم پوهنتون د ویروس پيژندنې له څانګې څخه ينس میولر د یوې اعلامیې په ترڅ کې ويلي: «زموږ څېړنې ښيي چې د کرونا ضد واکسيناسيون په وينه کې د کرونا د موسمي ويروسونو په مقابل کې خنثی کوونکي تعاملات ډيروي.»

خو څېړونکي وايي امکان لري چې واکسيناسيون ونه شي کولی د موسمي زکام مخه په بشپړه توګه ونيسي او د بدن معافيت ناپايدار او د لنډې مودې له پاره وي. خو تر دې دمخه ترسره شوې څېړنې ښيي چې همدا ضعيف معافيت هم کولی شي په زکام د اخته کيدو خطر راکم، موده یې لنډه او شدت یې راکم کړي.

خو په دې اړه حتمي نتيجه ګیري البته لا ډېرو علمي څېړنو ته اړتيا لري.

ب. ص/ ن. ز (دويچه ويله فارسي)

زموږ له آرشيف څخه: