1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: په آلمان کي د پناه غوښتني پروسه چټکه کېدلای سي

۱۳۹۴ اسفند ۲۱, جمعه

د بېرتلسمان بنسټ وايي چي يوې څېړني يې ښودلې چي په آلمان کي د پناه غوښتني په پروسه کي چټکوالی راوستل ممکنه دي. دا په داسي حال کي چي په سلهاؤ زره دوسيې لا نه دي څېړل سوي.

https://p.dw.com/p/1IBty
انځور: picture-alliance/dpa/H.Tittel

د آلماني بنسټ بېرتلسمان يوې نوي څېړني ښودلې چي په آلمان کي د پناه غوښتنې په پروسه کي چټکوالی راوستل ممکنه دي. د يادي څېړني د پايلو له مخي په زیاته بيا هغه وخت په دغه پروسه کي ښکاره چټکوالی رامنځ ته کېدلای سي، که د پروسې په پېل کي لا د هغو پناه غوښتونکو دوسيې له نورو څخه بيلي سي، چي د پناه تر لاسه کولو ښه چانسونه لري.

د بېرتلسمان بنياد يادي څرګندونې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۱۱مه نېټه) د آلمان په ګيوترسلوهه کي وکړې. د ياد بنسټ په وينا په وينا په تېره مېلادي مياشته فبرورۍ کي په آلمان کي تر ۳۹۳ زرو څخه زياتي د پناه غوښتني داسي دوسيې وې، چي لا نه وې څېړل سوي.

دا په داسي حال کي چي تر ۵۰۰ زرو څخه زياتو پناه غوښتونکو د ۲۰۱۵ م کال تر پای پوري لا د پناه غوښتنه نه وه کړې. دا هغه کسان دي چي په ۲۰۱۵ کال آلمان ته رارسېدلي خو د بيلو دلايلو پر اساس نه دي توانېدلي چي په رسمي توګه د پناه غوښتنه وکړي. د دې څخه دا اټکل کېدلای سي چي که دغه کسان هم د پناه غوښتنه وکړي نو ښايي د ۳۹۳ زرو نا پروسه سوو دوسيو شمېر نور هم جګ سي.

د يادي څېړني په پايله کي ويل سوي چي هغه پناه غوښتونکي چي په عاجله توګه و پناه ته اړی دي، د هغوی دوسيې دي له نورو څخه په سر کي لا بيلي کړل سي. په همدا شان وړانديز سوی دی چي د هغو پناه غوښتونکو د دوسيې د پروسه کولو او د هغوی د بېرته لېږلو په کار کي دي چټکوالی راوستل سي، چي د پناه ترلاسه کولو کم چانسونه لري. د دې تر څنګ وړانديز سوی چي د آلمان ښارونه او ښارګوټي په دې ترڅ کي له زيات فشار څخه خلاصېدلای سي که په د فډرالي مرکز له لوري د پناه غوښتونکو له پاره د حقوقي مشورو مراکز پرانستل سي.

دغې څېړني د سويس په هيواد کي د ۲۰۱۲ کال اصلاح سوي د پناه غوښتني پروسې ته اشاره کړې ده. د دغه پروسې له مخي د پناه غوښتني هغو دوسيو ته لومړيتوب ورکول کيږي، چي د قبولۍ چانسونه يې زیات وي. په دغه پروسه کي د منفي او مثبتو جوابونو په ورکړه کي چټکوالی راوستل سوی دی.

خو په آلمان کي د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان پرو ازيول ويلي چي «ټربو پناه غوښتنه» ردوي. دغه سازمان غوښتي چي د هر پناه غوښتونکي د پناه دوسيه دي په پوره دقت او اړين احتياط سره وکتله سي.