1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: په جرمني کي ډير ترکي هډه آلمانان د بې ګانګۍ احساس کوي

۱۳۸۸ آذر ۱, یکشنبه

داڅيړني د1000 تلفوني نظر پوښتنو په اساس دجون څخه داګست ترمياشتي پوري د ارزونو د تصوراتو، دژوندانه دکچي ، او د لګښت، خوراک اوپوښاک د عادتونو په هکله شوي دي...

https://p.dw.com/p/KctW
د مثال په توګه په المان کي د ژوند کونکو ترکانوله نيمايي برخي نه زيادتره پخوا له واده څخه د ښځي اونارينه ترمنځ له جنسي اړيکو سره مخالفت لري
د مثال په توګه په المان کي د ژوند کونکو ترکانوله نيمايي برخي نه زيادتره پخوا له واده څخه د ښځي اونارينه ترمنځ له جنسي اړيکو سره مخالفت لريانځور: dpa

نتيجه يي داوه چي :هغه ترکان چي د المان په اتحادي جمهوريت کي ژوند کوي د عنعنوي ارزونوله مخه ځانونه له المانه څخه ترکيي ته ډير نژدي ګڼي. دا نتيجه دليليبرګ دريسرج اينتر نشنل د افکارو اونظرياتو دڅيړلو د انستيتوت د مشر هولګر ليليبرګپه عقيده د پاملرني وړده . دي وايي:

«زه دجنسي زغم په برخه کي ډيري ستري ربړي وينم .دهمجنسبازۍ اودښځو داذادۍ په برخه کي هم ستونزي ډيري دي .چي په خاص ډول دزغم دنه درلودلونښه بلل کيدايشي.» او دا د فردي آزادۍ دنشت والي نښه هم ده.

دې نظر پوښتلوپه کورنۍ کي د المانيانو، او ترکانو ترمنځ د نارينه وو اوښځو د نقشونو په برخه کي د پوهاوي مختلفوالي ليدل کيږي. د نوموړو څيړنو په اساس په ټولنه کي د ښځو او نارينه وو د ارزونو د تصوراتو، او د ښځي او نارينه د ګډ ژوند په اړوند ستر توپيرونه ليدل کيږي.

د مثال په توګه په المان کي د ژوند کونکو ترکانوله نيمايي برخي نه زيادتره پخوا له واده څخه د ښځي اونارينه ترمنځ له جنسي اړيکو سره مخالفت لري. د نظريو د څيړلو د انستيتوت مشر هولګر ليلیبرګ ددي احتمال ويني چي ددغو کسانو د ارزوني په طرز کي به، په راتلونکي کي هم کوم ستر بدلون رانشي.دي وايي:

«دا د المان دټولني له ټولوڅخه لويه ربړه ده.که په الماني ټولنه باندي دبهرنيانو د ورګډيدو غږ کيږي عموما مطلب ادغام وي. او دا څيړني ښيي چي دا ډلي به په راتلونکي نسل کي د المان په ټولنه کي ادغام نشي.»

دنوموړو څيړنوله مخه د ترکي هډه المانيانو، ترکانو اوالمانيانوترمنځ د ديموکراسۍ ، د بشري حقونو، او د نورو دينونو په وړاندي د درناوي په برخه کي کوم ستر توپيرونه نشته. دغه ارزښتونه دټولو لخوا په برابره توګه منل کيږي. خوپه المان کي د اوسيدونکو ترکانو تقريباً نيمايي برخه داسي احساس لري چي په المان کي نامطلوبه دي، يوازي څلورمي برخي دغه ډول کسانو، المان خپل وطن بللي دي.

نوپه دي لامل داکوم دتعجب ځاي ندي چي دپوښتل شويو کسانو ډيري هيله لري چي المانۍ ټولنه زيادتره ددوی دعادتونو رعايت وکړي. دهغو دريمه برخه حتي په پام کي لري چي، د اوږدي مودي په ترڅ کي بيرته ترکيې ته ولاړشي.په المان کي دترکي جماعت مشر کنعان کولات دڅيړني په دي نتيجي باندي د زيادتره غور اوتعمق غوښتنه کوي. هغه دغه څيړني داسي ارزوي:

«ترکان غواړي چي پدي ډول ووايي چي دوي په عين وخت کي هم ښه مسلمانان، هم ښه ترکان اوهم ښه المانيان کيدای سي. ترکان غواړي چي خپل دارزوني پخواني تصورات وساتي. خو په عين وخت کي دا ټولنه او دا هيواد ويني چي په هغه کي لکه دخپل وطن په شان ژوند کوي.له بلي خوا ترکان وايي چي د دوي په ضد نژادي توپیر چلول کيږي».

Danisman, Jülide/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل