1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنو و ښوول چي د جلال آباد په هوايي بريد کي 47 تنه ملکي وکړي وژلا سوي دي

۱۳۸۷ تیر ۲۱, جمعه

رسمي څېړنو و ښوول چي يوه اونۍ د مخه په جلال آباد کي پر يوه واده باندي د امريکاد متحده ايالاتو د هوايي بمباريو په تر ځ کي 47 تنه ملکي کسان وژل سوي چي اکثره يي ښځي او کوچنيان وه.

https://p.dw.com/p/Eahl
امريکايي جنګي الوتکي په افغانستان کي دغه ډول بمبار کي
امريکايي جنګي الوتکي په افغانستان کي دغه ډول بمبار کيانځور: picture-alliance/ dpa

د امريکاپه مشرۍ ايتلافي ځواکونو تر حملې وروسته ويلي وه چي يوازي يي «جګړماران» وژلي دي. دغه بريد د جولای د مياشتي په شپږمه نېټه د ننګرهار ولايت په غرنيو سيمو کي تر سره سوی و.

د ايتلافي ځواکونو يوه وياند د فرانس پريس آژانس سره په خبروکي د ملکي وګړو په وژنه خواشيني ښوولې او زياته کړې ده چي ايتلافي ځواکونه به په دې اړه معلومات وکړي.

بسم الله شنواری، چي د اولسمشر حامد کرزي لخوا د نهه کسيزي څېړنيز ډلي مشر ټاکل سوی و د څېړنو په ترځ کی يي دا پيداکړی دی چي د ده بالا په ولسوالۍ کي يوازي ملکي وګړي وژل سوي دي.

هغه ويلي دي: « موږ ته د څېړنو په ترځ کي دا معلومه سوه چي د هوايي بريد له کبله 47 تنه چي ډيری يي ښځي او کوچنيان وه وژل سوی او 9 تنه نور ټپيان سوی دی».

شنواری چي په عيني وخت کي د مشرانو جرګي د وياند مرستيال دي زياته کړې ده «دغه ټول ملکي وګړی دي د هيڅ يوې ډلي سره که طالبان دي که القاعده اړيکي نلري». هغه ويلي دي چي په دې پيښه کي نور لس نفر لادرکه دي او داسي فکر کيږي

چي هغوی به تر اوسه پوري تر خاورو لاندي ښخ وي.

ځاي چارواکو لا د مخه ويلي وه چي هوايي بر يد پر يوه واده باندي سوی دی چي په سميه کي يي ناوې د زوم تر کوره پوري رسول، چي په بريد کي ناوې هم ځواني مرګه سوې ده.

جمهوررييس ښاغلی حامد کرزی د ژورنالستانو سره د خبرو پر مهال
جمهوررييس ښاغلی حامد کرزی د ژورنالستانو سره د خبرو پر مهالانځور: PA/dpa

جمهوررييس ښاغلي حامد کرزي هغه وخت د يوې څېړونکي ډلي د ټاکلو امر وکړی چي محلي مامورينو د 27 ملکي وکړو د وژلو خبر ورکړی.

د څېړونکي ډلي يو بل غړی محمد آصف شينواري ويلي دي: په وژل سوکي يوازي درې تنه نارينه ول نور ټول ښځي او ماشومان وه. هغه زياته کړې « وروستی جسد چي تيره ورځ پيداسو د وژل سوو شمير 47 تنو ته ورسيدی».

دا په داسي حال کي ده چي نړيوال ځواکونه چي د افغان حکومت سره د مرستي لپاره د هغوي د مخالفينو سره جنګېږي، د جولای د مياشتي پر څلورمه باندي په نورستان ولايت کي هم په يوه هوايي بريد کي د ملکي وګړو په وژنه باندي متهم سوی وو. چي وروسته بيا نړيوال ايتلاف دغه تورونه رد کړه او ويلي يي وه چي يوازي يي وسلوال مخالفين وژلي دي. خو نوموړي ولايت چارواکو ويلي وه چي وژل سوي کسان يوازي او يوازي ملکي وګړي دي.

د امريکايي ځواکونو لخوا د طالبانو د واکمنۍ تر نسکوره کېدو وروسته، ډيری وخت په بريدونو کي ملکي وګړي د حملو ښکار ګرځي.

د سره صليب نړيوالي ټولني د چهارشنبې په ورځ ويلي دي چي د روان عيسوي کال د جولای د مياشتي د 4 نېټې راپدې خوا په افغانستان کي 250 تنه ملکي وګړي يا وژل سوي او ياهم ټپيان سوي دي.