1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارلي ابدو طنزي مجلې بيرته خپل فعاليت پيل کړ

بیرند ريگرد۱۳۹۳ دی ۲۴, چهارشنبه

یوه اوونۍ وروسته له هغې چې د فرانسوۍ طنزي مجلې «چارلي ابدو» کابو نیمايي لیکوالان د ترهگرو له خوا ووژل شول، دغي مجلې بیرته په خپرولو پیل وکړ. بیاهم د اسلام په شمول هیڅ دین د هغې له طنزه خوندي نه دی.

https://p.dw.com/p/1EK2s
انځور: Getty Images/C. Furlong

د پاریس ښار د ورځپاڼو پلورلو ځايونو ته د خلکو اوږده کتارونه ولاړ دي. ځینې مشتریان په ناامیدۍ سره بیرته ستانه شول، ځکه ونه توانیدل چې د «چارلي ابدو» طنزي مجلې هغه گڼه ترلاسه کړي چې د هغې پر دفتر باندي تر خونړي برید یوه اونۍ وروسته بیرته بیا خپره شوه.

د یوې هټۍ څښتني وویل: «ما ۲۰۰ ټوکه تر لاسه کړل، ټول یې سمدلاسه وپلورل شول. سبا نوري راځي.» د چارلي ابدو تیراژ د چهار شنبه په ورځ دفعتاً درې ميلیونو ته لوړ شو. دا د ترهگرو تر برید دمخه ۵۰ واري زیات دی. خو د دغي مجلې توزیع له لوژسیتیکي لحاظه هسي هم آسانه کار نه دی.

په پاریس کې د اورگاډي د شمالي ستیشن د یوې هټۍ په مخکې يوه ولاړه پیردونکې د دې پوښتني په ځواب کې چې ولي غواړي دغه مجله رانیسي وویل: «وروسته له دغه ټول اړ و دوړ او ناوړه بریدونو څخه ماته پوښتنې پیدا شوي دي چې په دې مجله کې څه خپریږي. تر دې دمخه ما چارلي ابدو هیڅ نه ده لوستلې، خو اوس ټول لیوال دي چې هغه ولولي.»

«زه باید وژاړم»

د «چارلي ابدو» د نوي گڼي پر پوښ باندي د اسلام د پیغمبر کاریکاتور رسم شوی. هغه د ژړا په حالت کې ښودل کیږي او مخ ته يې دا لوحه نیولې ده : «زه چارلي ابدو» یم. دا هغه شعار دی چې په دې وروستیو ورځو کې د ترهگرۍ پر ضد سمبول گرځیدلی دی.

د کاریکاتور رسام، لیوز څرگندوي چې په دې ډول انځور سره هغه وغوښتل چې ښکاره کړي چې د اسلام پیغمبر د ترهگرو په هکله تفاهم نه لري او د هغو پر عمل باندي ژاړي. لیوز یادونه کوي: «بخښنه غواړم هغه موږ بیا رسم کړ. خو دا وار هغه داسي رسم شوی دی چې ژاړي.»

د مجلې پر پوښ باندي کاریکاتوریست لیوز لیکلي دي: «هرڅه بخښل شوي دی.» یوه فرانسوۍ ښځه د دغه عنوان په هکله وايی: دا چې ویل شوي دي چې هرڅه بخښل شوي، یو ډير مناسب عنوان دی. دا د دې معنی لري چی له ترهگرو څخه سړی باید ډار ونه لري او ورته داسي ښکاره کړي چي «لاس مو خلاص»!

د نوي گڼي پر وړاندي غبرگون

په فرانسه کې اسلامي ټولنو او اتحادیو د چرالي ابدو دغه نوې گڼه غندلې ده. د BTM په نامه یوې فرانسوۍ تلویزیوني شبکې ته یو فرانسوي مسلمان وویل چې د هغه په نظر د «چارلي ابدو» دغه نوې گڼه «لمسونکې» ده. خو د فرانسې مسلمانانو چې هغوی هم کیدای شي د حقارت احساس وکړي، د چوپیتیا او زغم غږ يې کړی دی.

یوه فرانسوۍ مسلمانه وايي: «پیغمبر یو سپیڅلی شخصیت دی. دا یوه لمسونه ده، په یوعکس یا انځور کې د هغه ښکاره کول، ما ځوروي.» یوه بله فرانسوۍ مسلمانه ښځه هم دغه ډول نظر لري او وايي: «چارلي ابدو بیا خپلو لمسونو ته لاس اوږد کړ. دا کیدای شي چې ناخوال عواقب ولري. دا همدا اوس ډير بد کار وشو.»

«دین ته سپکاوی» د فرانسې په قانون کې د سزا وړ جرم نه دی. نو په دې وجه د«چارلي ابدو» مجلې خپرونکي له قضايي لحاظه ویره نه لري. هغوی تر دې وروسته هم خپلو طنزي لیکنو ته دوام ورکوي. د مجلې کاریکاتوریست لیوز وايي: «موږ له چارلې سره ماجرا ته دوام ورکوو. دا چې په کوم ډول او څرنگه اوس څه ویلای نه شم. خو لږ تر لږه اوس موږ خپلي مالی ستونزي حل کړي دي.»

پر چارلي ابدو باندي تر يرغل دمخه دغه مجله کابو افلاس او ډیوالي کیدو شوې وه. تر حملې وروسته له هغې سره یو ميلیون ایرو بسپنه وشوه. دا په یوه سخت وخت کې له دغي مجلې سره غټه مرسته گڼل کيږي.

لایسیزم (د دین او دولت جلاتوب) پر اصل باندي اعتراف

د مجلې سرلیکوال، گیرارد بیرد په خپله سر مقاله کې د دغي مجلې له پاره له ملاتړ څخه مننه وکړه. خو په عني وخت کې هغه د شکایت په توگه وویل، چې یو توريستي برید بالاخره وکړای شول چې سیاست په څرگنده توگه «لایسیزم» چې معنی يې د «دین او دولت جلاتوب» دی، اعتراف وکړ. هغه وویل: «ټولو هغو کسانو، سیاستوالوو رسنیو او دیني مراجعو چې دغه شعار يې ورکړ: «زه چارلي ابدو یم» باید پوه شي چې : «زه لایسیست یم.»

هغه د سې شنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې په ډاگه وویل، چې په راتلونکې کې به هم هیڅ دین د دغي مجلې له طنز څخه خوندي پاته نه شي. د هغه په نظر «دین باندي تمسخر» له حق څخه باید دفاع وشي. د چارلي ابدو سرلیکوال وویل: «سکولاریزم یوازي یوه طرحه نه ده، هغه په حقیقت کې د ارزښتو یو سیستم دی. موږ ته باید روښانه وي چې د کلیسیا او دولت جلاتوب زموږ د جمهوریت یو اساسي اصل دی. له دې پرته آزاډي، عدالت او ورورگلوي ممکن نه دي.»