1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي:ناټو ځواکونو ۱۰ تنه ملکي وگړي ووژل

۱۳۸۹ شهریور ۱۱, پنجشنبه

نن سهار په تخار ولايت کي د آيتلاف ځواکونو په بمباريو کي لس تنه ملکي وگړي وژل سوي او ده نورټپيان دي.

https://p.dw.com/p/P2n5
په تخار کي پر ملکي وګړو باندي بمبار ولسمشر کرزی سخت په قهر کړی دی
په تخار کي پر ملکي وګړو باندي بمبار ولسمشر کرزی سخت په قهر کړی دیانځور: AP

دغه کسان ولسي جرگې ته د نوماند عبدالواحد خراسان د انتخاباتي مرکز غړي ول چي نن سهار له خواجه بهاوالدين ولسوالۍ څخه د رستاق ولسوالي ته روان وو او موټريي د کيوان په سيمي کي د الوتکو تر بمبارد لاندي راغلل.

د تخارچارواکي پېښه تايدوي او وژل سوي کسان ملکي کسان بولي. خو آيتلافي ځواکونو د يوې خبرپاڼي په خپرولوسره ويلي دي چي ددغوکسان په موټروکي د ازبکستان د اسلامي جنبش يوغړی ناست وو او د هغه د وژني لپاره يې پردغو موټرو بمبارۍ کړي.

د يو بل خبر له مخه د ناټوځواكونه وايي چي، د افغانستان په جنوب ختيځ پكتيكاولايت کي يې د بېلابېلو پېښو پرمهال ۲۳ وسله وال طالبان وژلي او څلور نوريې ژوندي نيولي دي.

په جنوب ختيځو ولايتونوكي د ناټوځواكونو مطبوعاتي دفتر نن مازديګر په خوست کي د المان ږغ راډيو خبريال ته په يوه ليږل سوې خبرپاڼه کي ليکي دي چي، پېښه د پنجشنبې په شپه د پكتيكاولايت د برمل ولسوالۍ د مرغې په سيمه كې را منځته سوې.

خبرپاڼه زياتوي چي پر وسله والو طالبانو هغه مهال هوايي بمبارد وسو چي وسله والو په سيمه کې د ناټو پر يوې نظامي اډې د توغنديو بريد وكړ.

نوموړی دفتر زياتوي چي په بمارۍ كي يې شل وسله وال طالبان وژلي.

سرچينې دا ونه ويل چي د وسله والو مړي له دوی سره دي او که وړل سوي دي. خو په پكتيكا كي يو افغان سرتيري يوازي دومره وويل چي د پېنځو تنو مړي يې په خپلو سترګو ليدلي چې د وسله والو څخه پاته سوي دي.

بله خوا دناټو مطبوعاتي دفتر دغه راز وايي چې د پنجشنبې په شپه يې د همدې پكتيكا ولايت په ارګون ولسوالۍ کي هم پر وسله والو طالبانو هوايي بمبارد كړى چي له امله يې درې وسله وال وژل سوي دي.

ناټو د پكتيكا په يحي خېلو ولسوالۍ كي بيا د افغان او ناټوځواكونوپه ګډوعملياتو كي د څلورو شكمنو كسانو د نيول کيدو خبر هم وركړى.

وروستۍ پيښي په هغه سيمه کي سوي چي هلته خبريالان هم د ځاى د لريوالي او نه امنيت له امله نه سي ور تلای، ترڅو په جګړه كي د ښكېلو غاړو د دا ډول ادعاوو سپيناوى وكړي.

وسله والو طالبانو تراوسه د ناټو ځواکونو ددې ادعا په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم