1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: افغان ځواکونو د دوآب ولسوالي طالبانو څخه پاکه کړه

۱۳۹۰ خرداد ۵, پنجشنبه

افغان چارواکي وايي چي طالبان يي د دوآب د ولسوالي څخه په شا تنبولي. دغه چارواکي زياتوي چي د نورستان ولايت په دوآب ولسوالي کي يي د پوځي عملياتو په ترڅ کي 28 طالب جنګيالي وژلي

https://p.dw.com/p/11OWl
نورستان
نورستانانځور: DW-TV

چارواکي وايي چي افغان او نړيوالو ځواکونو د دوآب د ولسوالي کنترول د چهارشنبه په ورځ يو ځل بيا د طالبانو څخه په لاس کي ؤنيوه. دغه چارواکي زياتوي چي په دغي ولسوالي کي د جګړي په ترڅ کي 28 طالبان وژل شوي دي.

طالبانو چهارشنبي وختي د نورستان په ولايت کي د دوآب د ولسوالي غربي سيمي تر خپل کنترول لاندي راوستي وي.

د نورستان والي، جمال الدين بدر، د فرانسي خبري آژانس ته پرون وختي «چهارشنبه» ويلي ؤ چي طالبانو د دوآب د ولسوالي غربي سيمي تر خپل کنترول لاندي راوستلي او دغه کواښ يي رامنځ ته کړي چي د تولي ولسوالي کنترول په لاس کي ؤ نيسي.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د دفاع وزارت بيا وروسته وويل چي افغان پوځيان د څرخي الوتکو په واسطه دوآب ولسوالي ته استول شوي ول چي په ډيري کمي مودي کي يي دغه ساحه د «افغانستان د خلکو د دښمنانو څخه» پاکه کړه.

د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند، زمري بشري، وايي چي د نورستان په ورستي پيښي کي 28 طالب جنګيالي وژل شوي او 24 نور ټپيان شوي دي.

ښاغلي بشري همداراز زياتوي چي د دوآب ولسوالي په عملياتو کي دوه افغان جنګيالي ټپي شوي خو د نورستان والي، جمال الدي بدر، بيا د چهار شنبي په ورځ ويلي ؤ چي په دغي ولسوالي کي دري افغان پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په هغي خبرپاڼي کي چي د افغانستان د دفاع د وزارت لخوا خپره شوي راغلي چي اوس مهال افغان امنيتي ځواکونه په دوآب ولسوالي کي مستقر شوي او د دغي سيمي اوسيدونکو هم يوځل بيا خپل عادي ژوند پيل کړي دي.

د نورستان والي هم د دي خبري پخلي کړي چي اوس افغان پوځيان د دوآب د ولسوالي کنترول په لاس کي لري. په همدي حال کي په افغانستان کي د ايساف د ځواکونو يو وياند ويلي چي د دوي ځواکونو هم د دوآب په عملياتو کي ونډه درلوده.

نورستان د افغانستان يو له ناامنو ولايتونو څخه ده چي پاکستان سره ګډه پوله لري.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: عبدالباري حکيم