1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: بندي ماشومان ښو امکاناتو ته اړتيا لري

۱۳۹۰ مرداد ۵, چهارشنبه

په افغانستان کي ۸۵۰ تنه ماشومان په روزنتونونو کي ساتل کيږي، چي ښو خوړو، روغتیايي اسانتياو او ښووني ته لاس رسۍ نه لري. د عدليې وزارت چارواکي وايي، چي په روزنتونونو کي کافي امکانات نسته.

https://p.dw.com/p/124ld
بندي ماشومان
بندي ماشومانانځور: AP

د افغانستان د عدليي وزارت د روزنتونونو د څانګي مشر، محمد سيدي صديقي، وايي چي په روزنتونونو کي د ماشومانو له پاره کافي امکانات نسته:

« په افغانستان کي روزنتونونه د ځينو ستونزو سره لاس او ګريوان دي، د بيلګي په توګه په دغو مرکزونو کي ښه خوراک او صحي خدمتونو نسته. هغه خدمتونه چي د افغان حکومت لخوا دغو مرکزونو ته برابريږي هم همږغي نه دي. هغه ماشومان چي په داسي مرکزونو کي وخت تيروي کتابخانو او جمنازيمونو ته لاسرسی نه لري.»

صديقي په کابل کي يوې غونډي ته د وينا پر مهال د مرستنديو سازمانونو څخه وغوښتل چي خپلي پروژې د افغانستان د عدلي وزارت له لاري تنظيم کړي، ترڅو پروژې لا ډير مؤثريت ولري.

ديرش کاله جګړې افغانستان د نړۍ يو له ډيرغريبو هيوادونو په ليست کي راوستلی. د افغانستان څه نا څه نيم نفوس ماشومان جوړوي. په دغه هيواد کي د ماشومانو د شمير څلورمه برخه مخکي تر دې چي د پنځه کلنۍ عمر ته ورسيږي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

کارپوهان وايي چي په افغانستان کي 40 سلنه ماشومان د خپلو کورنيو سره د مالي مرستي د ترسره کولو په موخه کار کوي.

د اشيانه سازمان مشر، سيد محمد يوسف، وايي چي په افغانستان کي تر ټولو اسيب پذيره طبقه ماشومان دي. د هغه په وينا ډيری ماشومانو په جګړو کي خپل مور او پلار له لاسه ورکړي او د درس او تعليم شرايط ورته برابر نه دي:

« که هغوي قانو تر پښو لاندي کوي، د دغه کار له پاره بېلابېل د لايل سته، لکه رواني، امنيتي او اقتصادي ستونزي.»

د اشيانه سازمان په افغانستان کي هغو ماشومانو ته ليک لوست زده کوي، چي د سړک پر سر په کار بوخت دي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونګي: نجيب الله زيارمل