1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: د ولایتي شورا برمته شوی نوماند وژل شوی دی

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۱۳, چهارشنبه

په شمالي ولایت سرپل کې د نهه تنو برمته شویو کسانو له ډلې څخه د پنځو تنو مړي موندل شوي دي. په برمته شویو کسانو کې د سرپل ولایتي شورا ته یو نوماند هم شامل وو چې ویل کیږي د وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دی.

https://p.dw.com/p/1BZxW
انځور: DW

وسلوالو کسانو د یکشنبې په ورځ د سرپل ولایتي شورا ته نوماند حسین نظري، او د هغه نهه تنه ملگري برمته کړي ول. د سرپل والي عبدالجبار حقبین، ویلي وو چې دغه کار د طالبانو له خوا ترسره شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د چهار شنبې په ورځ د سرپل چارواکو خبر ورکړ چې هغوی د برمته شویو کسانو له ډلې څخه د پنځو تنو مړي موندلي دي.

د سرپل ولایت ویاند حامد خالقیار، وویل چې هغه په دې باور دی چې د ولایتي شورا نوماند حسین نظري، هم د وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دی.

تر دې مخکې د سرپل چارواکو ویلي وو چې هغوی د برمته شویو کسانو د خلاصون له پاره له سیمه ییزو مشرانو څخه مرسته غوښتې ده. ښاغلي خالقیار ویلي دي چې د سیمه ییزو مشرانو د منځگړیتوب تر ناکامیدو وروسته د دغو کسانو مړي موندل شوي دي.

د سرپل چارواکو روښانه کړې ده چې تر اوسه پورې یې یوازې د برمته شویو کسانو له ډلې څخه د پنځو تنو مړي موندلي دي. دا چې پاتې څلور تنه تر اوسه پورې ژوندي دي او که نه، په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

حسین نظري او ملگرو یې د یکشنبې په ورځ په یوه ټکسي موټر کې د سرپل ولایت مرکز ته سفر کاوه او امنیتي ساتونکي یې نه لرل. خو هغوی مخکې له دې چې د سرپل مرکز ته ورسیږي د وسلوالو کسانو له خوا برمته شول.

پلان شوې ده چې په افغانستان کې د اپریل میاشتې پر پنځمه نیټه ولسمشریزي او د ولایتي شوراگانو ټاکني تر سره شي. دا به د دې هیواد په تاریخ کې لومړی وار وي چې یو ټاکل شوی ولسمشر له دیموکراتیکې لارې واک یوه بل ټاکل شوي ولسمشر ته لیږدوي.

طالبانو په وروستیو ورځو کې پر کابل باندي خپل بریدونه متمرکز کړي دي. کارپوهان وایي چې دغه ډله غواړي د بریدونو له ترسره کولو سره د خلکو په زړونو کې ډار پیدا کړي او په دې ترتیب سره رارواني ټاکنې له ستونزو سره مخامخ کړي.

تیره اوونۍ هم د ولایتي شورا یو نوماند تر هغه وروسته ووژل شو چې طالبانو په کابل کې د ټاکنو پر یوه مرکز باندې برید وکړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب