1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: شتراوس کان د ځان وژنې هڅه کولای شي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۹, پنجشنبه

د نړيوال وجهي صندوق رئيس دومينيک شتراوس کان د زنابالجبر د هڅې په تور تر نیول کیدو وروسته پر هغه د دندی د پریښودو لپاره زور اچول کیږي. امریکایی چارواکو د ا ویره هم څرګنده کړی، چی کیدای شی هغه په محبس کی ځان ووژني.

https://p.dw.com/p/11Ime
شتراوس کاهن
شتراوس کاهنانځور: dapd

د نړیوال وجهی صندوق ځینی کار کوونکی او ځینی اروپایی چارواکی پر ده د دندی د پریښودولو لپاره فشار راوړي. د نړیوال وجهی صندوق د مشرتابه جرګی دوو غړو د رویټرز سره په خبرو کی ویلی چی :« نړیوال وجهی صندوق د شتراوس کان سره کومه اړیکه نه ده نیولی خو ښکاری داسی چی د هغه سره باید ضرور اړیکه ټینګه شي.»

د رویټرز دسر چینو په وینا که چیری اشتراوس خپله دنده پریږدي نو دا به تر ټولو ښه وي. د نړیوال وجهی صندوق د مشر تابه جرګه د 24 غړیو څخه جوړه ده.

د دی کړکیچ تر راپیدا کیدو وروسته د نړیوال وجهی صندوق د نوی مشر د ټاکلو لپاره هلی ځلی هم ګړندی شوی دي. د نوی مشر د نوم د اخیستلو سره چین، برازیل او جنوبی افریقا د اروپا مخالفت کوي. د چین په وینا چی د دغه صندوق مشري باید « شفافه، په وړتیا او د عدالت د اصولو له مخی » په پام کی ونیول شي. خود برازیل او جنوبی افریقه لوړ پوړي چارواکی وایی چی نوی مشر باید د پرمختایی هیوادونو څخه و اوسی.

د بل پلوه امریکایی چارواکی په دی اړه انديښنه څرګندوی چی د هوټل د یوی کارکوونکی سره د زنا با الجبر د هڅی په تور نیول شوی اشتراوس د ځان وژنی هڅه هم کولی شی. د دی په خاطر هغه د زندان په یو جلا کوټه کی ساتل کیږي.

اشتراوس د نیویارک په یو زندان کی اچول شوی دی، چیری چی هغه همیشه تر څارنی لاندی دی. د ده په کوټه کی یوه داسی مخصوصه آله نصب شوی چی دا معلومه کړی چی هغه ساه اخلی او که نه. د دی ټولو هڅو مقصد د دی خبری یقینی کول دی چی د زندان د تورو تمبو تر شا 62 کلن اشتراوس خوندی وساتل شي.

دی خبرو ته په کتو سره هغه د نورو زندانیانو څخه په یوه کوټه کی ځانته اچول شوی دی. پدغو کوټو کي هغه زندانیان ساتل کیږي چی پر چا دا شک کیږي چی د ځان وژنی هڅي کوي. پرون د امریکا د متحده ایالاتو یوی محکمی د هغه ضمانت نه وو منلی. خو اشتراوس په ځان لګیدلی ټول تورونه ردوي.

د بل پلوه د فرانسی د سوسیالستانو د ګوند ډیري مشرانو د ا شتراوس کان په نیویارک کی تر نیولو وروسته د رسنیو په وړاندی د را ښکارلو خلاف غږ پورته کړی دی. د هغوی په وینا دا کار سم نه وو.

فرانسی لا تر دی پخوا هم ویلی وو چی ترڅو په هغه لګیدلي تورونه ثابت شوی نه وي هغه بی ګناه دی.

دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: احمدولي اڅکزی