1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: له افغانستان بيرته شمالي وزيرستان ته کډي باريږي

۱۳۹۵ دی ۲۷, دوشنبه

د پاکستان د قبایلي سیمو په زرونو اوسیدونکي چې دوه کاله وړاندې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او وسله والو یاغیانو تر منځ د جگړې له کبله افغانستان ته کډه شوي ول، اوس بیرته پاکستان ته ستنیږي.

https://p.dw.com/p/2VrSK
Pakistan Internally Displaced People in Waziristan
انځور: DW/F. Khan

د پاکستاني چارواکو په حواله له افغانستان څخه وزیرستان ته د کډوالو د راتگ لړۍ پېل شوې ده. د کامران خان آفریدي په نوم د قبایلي سیمو یوه ځايي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان ۲۰۰ کورنۍ چې ۲۰۰۰ کسان کیږي بیرته راگرځیدلي دي. زیاته شوې ده چې چارواکو د غلام خان، په دروازه کې دغو کسانو ته ښه راغلاست ویلی دی.

نوموړي چارواکي ویلي دي چې د جنورۍ میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې به هره ورځ په دغه شمېر خلکو د راتگ لړۍ ادامه ولري. ويل شوي دي چې لومړی به دغه کورنۍ په کمپونو کې ساتل کیږي او تر هغې وروسته به خپلو سیمو او بانډو ته لیږدول کیږي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال په جون میاشت کې د وزیرستان په سیمه کې د یاغیانو د پټنځایونو د له منځه وړلو له پاره پوځي عملیات پېل کړي ول. د دغو عملیاتو په ترڅ کې په سونو زره ملکي کسان خپلو کورونو پریښولو ته اړ شوي ول، چې ډېر یې د پولې بلې غاړې افغانستان ته ور اوښتي ول.

د رپوټونو له مخې افغانستان ته تلونکي زیاتره کډوالو په خوست کې اړولي ول او همداشان ځیني کورنۍ یې پکتیکا ولایت ته کډه شوې وې. تر دې دمخه د دغو کسانو شمیر ۳۰ زره کورنۍ اټکل شوی وو. د رپوټونو له مخې یوازي د خوست په جنوب کې د گربز ولسوالۍ په گلان نومې کمپ کې لس زره کورنۍ اوسیږي.

پاکستاني چارواکي وایي چې په قبایلي سیمو کې ۶۷۰۰۰ کورنه په بشپړه توگه ويجاړ شوي دي، خو د دغي ویجاړۍ د اندازې په هکله د آزادو سرچینو له لوري کومه ارزونه نه شته.

پاکستان له نړیوالي ټولني څخه د قبایلي سیمو د بیا رغاوني له پاره د ۸۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو د مرستي غوښتنه کړې ده.