1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

چارواکي: وسلوالو د نیمروز یو ولسوال وژلی دی

۱۳۹۶ خرداد ۲۹, دوشنبه

ناپیژندل شویو وسلوالو کسانو د غور ولایت د چخانسور ولسوال په ډزو وژلی دی. تر اوسه پورې کومې دلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

https://p.dw.com/p/2euAi
Karte Afghanistan Provinz Nimruz Englisch
انځور: DW

یو افغان چارواکي وايي چې په نیمروز ولایت کې پر موټرسایکل سپرو ناپیژندو وسلوالو کسانو د دې ولایت یو ولسوال په ډزو وژلی دی.

د نیمروز د والي ویاند احمد عرب، په دې هکله وویل چې د قتل دغه پیښه د دې ولایت په مرکز زرنج ښار کې رامنځته شوي. نوموړی زیاتوي چې د دوشنبې په سهار آقا محمد فضلي، له کور څخه د دفتر په لور د تګ پر مهال د دوو ناپیژندل شویو موټرسایکل سپرو لخوا تر برید لاندې راغلی.

عرب زیاتوي چې فضلي د نیمروز ولایت د چخانسور په نامه د یوې لیرې پرتې ولسوالۍ د ولسوال په توګه دنده ترسره کوله او د دندې ترڅنګ نوموړی د دې ولایت یو قومي مشر هم وو.

تراوسه پورې د دې برید مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی. طالبانو په دې وروستیو کې په ټول افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو او د دولتي چارواکو پر ضد بریدونو ته زور ورکړی دی.