1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: په هرات کي مو 20 زره جريبه غصب سوې مځکه بېرته لاس ته راوړې ده

۱۳۸۹ دی ۱۸, شنبه

په افغانستان کي د تيرو دېرشو کلنو ناقرارۍ د دې سبب گرځېدلي دي چي په پراخه کچه پدغه هيواد کي حکومتي مځکي غصب کړل سوي دي. د هرات په ولايت کي هم په پراخه اندازه دغه ستونزه موجوده ده.

https://p.dw.com/p/Qp4n
انځور: flickr.com / Herat

دولتي مامورین وایي چي په هرات ښار کي یې تر 20 زرو جريبو څخه زیاته مځکه د غاصبینو خلاصه کړېده. خو یوشمېر متضرر کسان بیا وایي چي دوی ځمکې په پیسواخیستي دي. دغه کسان د حکومت دا ډول پریکړه ظالمانه بولي چي له مخه يې د دوی څخه غوښتنه سوې چي خپل غېرقانوني جوړ کړل سوي کورونه دي خالي کړي.

دهرات والي ډاکټر محمدداؤد دويچه ويله المان راډيو ته وويل چي د غصب شویو ځمکو د بیا ترلاسه کولو کمېټې کارونه یې بریالي وه. نوموړي زياته کړه چي د یوې اونۍ په اوږدو کي یې په زرګونه جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې او د زورواکو له ولکې يې خلاصه کړېده.

له دا ډول ځمکو جوړ سوؤ ښارګوټو څخه يو هم د هرات په شمال لودېديز کي په 7 کلومترۍ پروت د سیدمختار ښارگوټی دی. پدغه سيمه کي د نژدې 4 زرو کورونو د نومرو د وېش او د حويليو د جوړښت اټکل کيږي. د دغو کورونو خاوندان وايي چي ځکه يې څو کاله تر مخه د وخت له مامورینو یا هم جهادي لوړپوړو قوماندانانو څخه په پیسو اخیستي دي. دوی زياتوي چي پدې دليل د حکومت له لوري د دوی د کورونو بیا ړنګول د دوی په وړاندي زياتی دی.

خو د هرات د ولایتي شورا رئیس ډاکټر نذیراحمد حیدرزاده وايي چي د دولتي ځمکو د تثبیت کمیسیون کي د املاکو، ښاروالۍ او نورو مربوطو ادارو استازي شته. د نوموړي په وينا څوک چي قانوني اسناد ولري جق به یې محفوظ وي. حیدرزاده وایي چي ولایتي شورا ته ګڼه خلک په شکایت ورغلي وه او دا چي دوی ډاډ ورکړ چي د ځمکو د تثبیت د کمیسیون چارې به په عدالت ولاړي وي او هغه کسان چي اسناد لري بېرته به خپلې ځمکې ورکړل شي.

په افغانستان کي او په ځانګړي ډول په هرات کي د طالبانو د حکومت تر راپرزېدلو وروسته ګڼه دولتي اوغېردولتي ځمکي د زورواکو په ولکه کي پرېوتلي دي چي ویل کیږي چاری يې دمافیایي ډلو په ترکیب کي د مخدره موادو د کار و بار سره تړاو لري.

د هرات د ولایتي شورا د رئیس په وینا د ولایت په کچه یې 90 زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده چي تراوسه یې 18 زره جريبه ځمکه د کوهسان په والسوالۍ او دوه نيم زره جريبه نوره مځکه يې د هرات په نورو سيمو کي تثبيت او بېرته لاس ته راوړې ده.

که څه هم عام وګړي د حکومت دغه کار مثبت ګام بولي مګر له تیرو په تجربه یې پایلو ته لکه څنګه چي ښایي هیله من ندي. د هغو کسانو سره چي د المان ږغ خبري کړي دي وايي چي د ځمکو په غصب کي د زورواکو او ټوپکسالارانو لاس دی. دوی زياته کړه چي اوسنۍ کمېټه به هم په يوه نه يوه ډول د دغو زورواکو لخوا تر تاثير لاندي سي ولي چي پدغو زورواکو کي ډېر پر لوړو دولتي چوکيو ماموران دي. زيات کسان دا هم وايي چي هغه اصلي مځکې چي د زور واکانو لخوا پرې خېټه اچول سوېده لا تر اوسه ندي تثبيت کړل سوي او نه هم د کمېټې لخوا لاس ته راوستل سوي دي.

دهرات والي بیا د دا ډول اندېښنو ته په ځواب کي ډاډ ورکوي چي قانون به په ټولو سرغړونکو یو ډول پلي کړل شي.

شريف شرفيار / هرات

کتونکی: احمدولي اڅکزی