1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: کراچۍ کي مو اضافي امنیتي تدابیر نیولي

۱۳۹۰ مرداد ۱۲, چهارشنبه

پاکستاني چارواکي وايي چي د پاکستان په تر ټولو لوی ښار، کراچۍ کي د تیرو پنځو ورځو په ترڅ کي د ۵۸ کسانو تر وژل کیدو وروسته، اضافي نیمه ملیشې په دنده ګمارل شوي دي، ترڅو د دغه ښار امنیت ټینګ کړي

https://p.dw.com/p/12A1p
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: picture alliance / dpa

ایالتي دولت په پیښو کي د ککړو کسانو په نښه کولو کي مرسته کوونکو لپاره، لس ملیونه کلدارې د انعام په توګه ایښي دي.

یو ولایتي امنیتي چارواکي، شریف الدین میمن، ویلي:

«تیره شپه د ښار په ختیځه برخه کي چیري چي پیښي رامنځ ته شوي په سلګونو نیمه پوځي ملیشي او پولیس ځايی پر ځايی شوي دي.»

هغه زیاته کړي چي کور په کور تالاشۍ دوام لري او ځیني شکمن کسان نیول شوي هم دي.

د کراچۍ په ښار کي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي د ۳۵ تنو تر وژل کیدو وروسته په تیرو پنځو ورځو کي د مړو شمیر ۵۸ تنو ته رسیدلی دی.

د دغو پیښو زیاتره پړه د اردو ژبو متحده قومي مومنټ سیاسي ګوند په ملاتړ کوونکو او کراچی ته د راکډه شویو پښتنو نماینده سیاسي ګوند عوامي نیشنل پارټي باندي ور اچول کیږي.

د متحده قومي مومنټ مشر، الطاف حسین، چي په لندن کی د جلا وطني ورځي شپي صبا کوي، تیره شپه خلکو ته خبرداری ورکړ چي د امنیتي وضعي د خرابیدو له امله دي د يوي میاشتي لپاره په کورونو کي خوراکي توکي ذخیره کړي.

کراچۍ د پاکستان تر ټولو لوي صنعتي ښار دی چي شاوخوا ۱۷ ملیونه نفوس لري. د کراچۍ ښار په تیرو وختونو کي هم د ژبني او مذهبي شخړو شاهد پاتي شوی دی.

دولتي چارواکو او د ایتلافي ګوندونو غړو د کراچۍ په ښار کي د اعلامیو په خپرولو د خلکو څخه د سولي غوښتنه کړي، خو ښایي دغو غوښتنو کوم ډیر تاثیر نه وي لرلی.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواکي ټولني ویلي چي یواځي د روان کال په نیمایی کي ۴۹۰ تنه د هدفي وژنو قرباني شوي دي چي په ۲۰۱۰ کال کي دغه شمیر ۷۴۸ تنه وو.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکې: مسعود جهش