1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکی: سوریه له کورنۍ جګړې سره مخامخ ده

۱۳۹۱ خرداد ۲۴, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې اوس سوریه د کورنۍ جګړې په وضعیت کې ده. دا لومړی ځل دﺉ چې د ملګرو ملتونو یو چارواکی په سوریه کې د کورنۍ جګړې په اړه خبرې کوي.

https://p.dw.com/p/15DGg
انځور: Reuters

د سوله ساتنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال هیروه لادسو، د سې شنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل چې په سوریه کې تاوتریخوالی په یوې کورنۍ جګړې بدل شوی دﺉ. کله چې له هغه څخه وپوښتل شوه چې ایا په سوریه کې روان تاوتریخوالی کورنۍ جګړه ده، هغه وویل: «هو زه فکر کوم چې داسې یو څه ویلای شو.»

هغه زیاته کړه: «په واضح ډول هغه څه چې رامنځ ته کیږي دا دي چې د سوریې حکومت د دې هیواد په بیلابیلو برخو کې لوی ځایونه له لاسه ورکړي دي چې اوس مهال د مخالفینو په کنترول کې دي.

حکومت غواړي چې یو ځل بیا د دغو سیمو کنترول تر لاسه کړي.»
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان ګواښ کړی وو چې په سوریه کې د تاوتریخوالي دوام کیدای شي چې کورنۍ جګړه رامنځ ته کړي. د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي دي: «اوس موږ داسې تائید شوي رپوټونه تر لاسه کړي دي چې ښيي په سوریه کې دولت نه یوازې له ټانکونو څخه کار اخلي بلکې په دې جگړه کې له جنگي څرخي الوتکو څخه هم کار اخیستل کیږي.»

جنگي جنایتونو ته ورته عمل

د سره صلیب نړیوالې کميټې تیره اونۍ وویل چې د سوریې په ځینو برخو کې جگړه دومر شدیده ده چې یوې کورنۍ جگړې ته ئې ورته حالت اخیستی دئ. دغه سازمان د سوریې جگړې ته په مشخصه توگه د کورنۍ جگړې له نوم ورکولو څخه ډډه کړې ده.

سره صلیب د سوریې شخړې ته د کورنۍ وسله والې شخړې نوم ورکړی دئ. دغه سازمان زیاته کړې ده چې په سوریه کې داسې جرمونه شوي دي چې د نړیوالو قوانینو له مخې د جزا وړ دي.

په همدې حال کې لادسو ویلي دي چې په سوریه کې کوم اوربند وجود نه لري. له دې سره نو کیدای شي یو شمیر هغه هیوادونه چې اوس ئې استازي په سوریه کې دي چې اوربند وڅاري د خپلو استازو د ماموریت د اوږدېدلوپه اړه په شک کې ولویږي.

په پلان کې ده چې په سوریه کې د اوربند د څارونکو ماموریت د جولای د میاشتې په پای کې ختم شي. تر دې وروسته د دې ماموریت د بیا اوږدولو په اړه خبرې اترې کيږي. خو په ملگرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازې ویلي دي چې د بشار الاسد د رژیم د نه همکارۍ له کبله کیدای شي چې د امنیت شورا د دې ماموریت له اوږدېدلوسره موافقه و نه کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم