چارواکی: په هلمند کې د هاوان بريد ۲۳ ملکيان وژلي دي
۱۳۹۹ تیر ۹, دوشنبهد هلمند د والي له دفتر څخه په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د سنگين ولسوالۍ په بازار کې موټر بم بريد او د هاوان د يوې مرمۍ د لگيدو له وجې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي دي. زياته شوې چې په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
افغان پوځ او وسله وال طالبان دواړه پر يو بل د دې بريدونو پړه ور اچوي.
طالبانو ادعا کړې چې د حکومتي ځواکونو له خوا پر بازار د هاوان مرمۍ توغول شوې ده په داسې حال کې چې امنيتي ځواکونه بيا وايي چې د وسله والو له خوا ترسره شوي موټربم بريد او د هاوان مرمۍ ملکيان هدف گرځولې دي.
چارواکو ويلي دي چې د سنگين ولسوالۍ دغه سيمه چې پېښه پکې رامنځته شوې د طالبانو په ولکه کې ده. تر اوسه هیڅ کومې ډلې د بريد مسئوليت نه دی منلی. د هلمند پوليسو په عين حال کې ويل چې د پېښې پر مهال په سيمه کې کومو پوځي عملیاتو هم جريان نه درلود.
د يکشنبې په ماسپښين د همدې ولايت په واشير ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين په چاودنه کې ۶ ملکيان وژل شوي ول.
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ماموريت (يوناما) له خوا ويل شوي چې طالبانو په اپريل مياشت کې د ۲۰۸ حکومتي ځواکونو او ۱۷۲ ملکيانو د مرگ ژوبلې مسئوليت درلود.
ملگرو ملتونو په وار وار سره په افغانستان کې د اور بند او سولې ته د رسيدو له پاره د بين الافغاني خبرو د پېليدو غوښتنه کړې ده.