1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چاوس غواړی چې بيا جمهور ريس شی

۱۳۸۷ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

د ونيزويلا خلکو د تيري یکشنبي په ورځ د يوي ولس پوښتني په ترڅ کي دهغه هيواد په اساسي قانون کي د بدلون له راوستلو سره موافقه وکړه.

https://p.dw.com/p/Gvzn
Chavez
Chavezانځور: AP

پدي ولس پوښتنه کي په سلوکي 54 تنودي بدلون ته موافقه رايه ورکړه، چي جمهور ريس هوګو چاويس ته اجازه ورکوي ترڅو په نامحدوده توګه ځان بيا کانديد کړي.

په هغه هيوادکي بيا ټاکني په 2012 کال کي کيږي د دي برياليتوب لامل څه شي دي؟ آيا دا د چاويس ټولنيزي لاسته راوړني، که د ازمويلو وړ واقعيتونه، اوکه داچي يوه افسانه ده؟ د سياست پوه او د حکومتونو د پرتلي کارپوه مانويل پولوس چي د روستوک په پوهنتون کي استاد دي وايي:

دا شمیر رايي په هيڅ وجه افسانه نده. که څه هم دهغه د شمير اوکيفيت په هکله بايد پوښتني وشي خو دا چي په ونيزويلا کي ټولنيز پروګرامونه جوړيږي اوګټه يي خلکوته رسيږي ښکاره ده. خوپه عين وخت کي سړي بايد دا هم په پام کي ونيسي چي له ټولنيزو پروګرامونوڅخه يوازي د حکومت پلويان ګټه اخيستلاي شي. د حکومت مخالفينوته پدي پروګرامونوکي برخه نه ورکوله کيږي.

د مانويل پولوس په نظر د حکومت ډير مخالفين تراوسه هم پدي ندي پوه شوي چي چاویس په 1989کال کي ولي ټاکني وګټلي. پولوس زياتوي که څه هم چاويس تراوسه د خلکو ربړي ندي حل کړي، خو داسي خبري ورسره کوي چي خلک ځانونه لده سره برابر ويني، پداسي حال کي چي مخالف ګوند پدي کار ندي بريالي شوي. دا د«چاوس په ضد جوړ شوي ايتلاف» له بيلا بيلو ډلو او ګوندونو څخه جوړ شويدي. د ډيرو نورو ګوندونو ترڅنګ په هغه کي د « د سوسياليزم په لوري د حرکت» اومحافظه کار د «لومړي عَدالت» ګوند شامل دي.

په وينيزويلا کې د چاوس پر ضد يوه مظاهره کوونکی
په وينيزويلا کې د چاوس پر ضد يوه مظاهره کوونکیانځور: AP

ولي مخالف ګوندونه دداسي پروګرام په جوړولو نه بريالي کيږي چي دونيزويلا دخلکو دډيره کي لپاره په زړه پوري اودباوروړوي ؟ولي دمخالفو ګوندونوخلفانوته دهغو ګوندونو دميراث خورو په سترګه کتل کيږي چي له چاويزڅخه پخوايي سياست په لاسونوکي وو؟ خبريال کریستوف تويکل چي دهوګو چاويس ژوند ليک يي لمړي ځل په الماني ژبه ليکلي دي. وايي:

د مخالفو ګوندونو کمبود اوکمي د چاوس په برياليتوب کي پرته ده. چاوس دلاتیني امريکا د نويیمو کلونو د برباده شوي لسيزي څخه وروسته یو نوي پړاو پيل کړ. دي پدي بريالي شو چي د پطرولو په عايداتوکي د دولت ونډه لوړه کړي د هغو په واسطه ټولنيز پروګرامونه چي په هغه هيواد کي يي تر هغو پوري چا ساري نوو لیدلي تمويل کړل.
د نوييموکلونوپه پاي کي چاوس لکه د ونيزويلا د اوباما په شان وو، چي غريب خلک يي بيرته په سياست کي شامل کړل. خو د مخالفو ګوندونو موضوعګاني بل ډول دی: اختلاس او رشوت، امنيتي ربړواو د ديموکرات کلتورله کمزوري سره مبارزه.
البته چي دا موضوعګاني په ونيزويلا کي مهمي دي خودا ټولي موضوعګاني له چاوس څخه پخواهم وي مګروټولنيزي موضوعګاني دچاوس دي اومخالف ګوندونه پدي برخه کي څه شي نلري. ونیزويلایان د چاوس مخالفينوته له هغو کسانوسره اړوند ورکوي چي له چاوس څخه يي پخوا سياست کاوو، اود خلکوستره برخه يي له سياست څخه محرومه کړي وه.
خود چاوس د مخالفينو هم يو کمکي برياليتوب په سلوکي د 45 رايو له لاسته راوړلو سره په برخه شويدي. دا لږي رايي ندي.