1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چاپيريالي ککړتيا تر جګړو ۱۵ ځله زيات انسانان وژني

۱۳۹۶ مهر ۲۸, جمعه

په نړيواله توګه د چاپيريال ککړتيا تر هغه زيات انسانان وژني چي په وسله والو لانجو او جګړو کي وژل کيږي. د يوې څېړنې پايلي ښيي چي تر نيمايي زيات قربانيان په دوو هيوادونو کي دي.

https://p.dw.com/p/2mDsZ
China | Illegale Stahlfabriken unterlaufen Chinas Emissionsgesetze
انځور: Getty Images/K. Frayer

د لانست (The Lancet) طبي مجلې له خوا د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۲۰مه) د يوې څېړني راپور خپور سو. په دغه څېړنه کي په دې تړاو پلټنې سوي چي هر کال کوم شمېر انسانان د چاپيريال د ککړتيا له کبله خپل ژوند د لاسه ورکوي. د څېړني پايلي ښيي چي په نړيواله توګه هر کال د چاپيريال د ککړتيا د قربانيانو شمېر تر هغو زيات دی چي په جګړو، طبي آفتونو، لوږي او يا سګرېټ څکولو له کبله مړه کيږي.

د څېړني د پايلو له مخي چي په ۲۰۱۵ کال پوري تړاو دي، راغلي چي په نړۍ کي هر کال ۹ مليونه انسانان د خپل طبعي مرګ څخه مخکي له دې کبله مړه کيږي چي د چاپيريال د ککړتيا له کبله ناروغه سوي وي.

د هوا ککړتیا ۶،۵ مليونه انسانان وژني

د يادي مجلې د راپور له مخي هر کال د هغو مړينو شمېر ۶،۵ مليونه دی، چي د هوا د ککړتيا له کبله رامنځ ته کيږي. زياته سوې چي پر دويم نمبر زياتي مړيني د ککړو اوبو له کبله رامنځ ته کيږي چي د دغو مړينو کلنی شمېر ۱،۸ مليونه دی.

د دغه راپور د ليکونکو په آند د ۹ مليونو مړيني شمېر اوس هم يو محتاط شمېر دی. دغه شمېر د هغو مړينو په پرتله يونيم ځل زيات دی، چي د سګريټ څکلو له کبله رامنځ ته کيږي. دغه شمېر د هغو مړينو په پرتله درې چنده زيات دی چي د ايډز، نري رنځ او ملاريا له خوا په مشترکه توګه رامنځ ته کيږي.د جګړو په پرتله ۱۵ ځله زيات قربانيان

د څېړنې د پايلو له مخي هر کال د چاپيريال د ککړتيا له کبله د مړه کېدونکو انسانانو شمېر د هغو انسانانو په پرتله ۱۵ چنده زيات دی، چي په جګړو او وسله والو لانجو کي وژل کيږي.

په راپور کي راغلي چي د چاپيريال د ککړتيا له کبله رامنځ ته کېدونکي تر ټولو زياتي مړيني په ټيټ يا منځني عايد لرونکو هيوادونو کي رامنځ ته کيږي. په دې ترڅ کي د چاپيريال د ککړتيا د قربانيانو تر ټولو زيات کلنی شمېر په هند کي دی چيري چي هر کال ۲،۵ مليونه انسانان مړه کيږي. په چين کي هر کال د دغو قربانيانو شمېر ۱،۸ مليونه دی.

اقتصادي لګښتونه

په راپور کي د چاپيريال د ککړتيا له کبله د رامنځ ته کيدونکو سترو اقتصادي لګښتونو په هکله هم معلومات ورکول سوي دي. په راپور کي راغلي چي دغه مصارف د خلکو د مړيني،  ناروغيو، درملنې او د اړونده ټولنيزو مرستو له کبله رامنځ ته کيږي.

دغه ډول کلني لګښتونه ۴،۶ ترليون يا په بله اصطلاح ۴۶۰۰ مليارده ډالره اټکل سوي دي. دغه لګښتونه او تاوانونه د نړيوال کلني اقتصاد ۶،۲ سلنه تشکيلوي.

Indien Luftverschmutzung Diwali
په ډلي ښار کي کي د موټو له کبله د هوا ککړتيا زښته زياته دهانځور: picture-alliance/dpa/M.Swarup