1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چرس د ډاکټر په اجازه جواز دي

۱۳۹۳ بهمن ۱۴, سه‌شنبه

د بنگو کاروباريان دي نه خوشحاله کيږي. د داروو له پاره د آلمان حکومت هيئت نه غواړي چي دغه څکول کيدونکي مخدر مواد قانوني سي. خو د داروو جوړول ئې کيدای سي. د هغو ناروغانو له پاره چي ډېر درد لري دا به ښه زيری وي.

https://p.dw.com/p/1EUrS
انځور: Polizei Lettland

په آلمان کي د بنگو کرل او لرل غير قانوني دي. اوس هغو ناروغانو چي د خپلو ټينگو دردونو د نه احساسولو له پاره له بنگو څخه جوړو سوو داروو ته اړتيا لري د کارپوهانو پام ځان ته اړولی دئ.

په تير دوبي کي د کولن ښار اداري محکمه پر دې باندي غور ته مجبوره سوه، چي هغو درو تنو ناروغانو ته چي له ټينگو دردونو څخه کړيږي په کور کي ئې بنگو کرلو ته اجازه ورکړي.

دغه قضايي اجازه يو «موقتي حل» وو، ځکه دغو کسانو د دردونو د ارامښت له پاره ځان ته دارو نه سوای برابرولای. هغه دارو چي له بنگو څخه جوړ سوي او د دردونو د کمښت سبب کيږي په درملتونونو کي ډېر گران دي.

د دغو کسانو د روغتيايي بيمې شرکت دوی ته د دغه شان قيمتي داروو پيسي ورکولای نه سوای.

د داروو په برخه کي د آلمان حکومت هيئت مارلينا مورتلر له «دي ويلت» ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي چي هدف ئې دا دئ چي «په راتلونکې کي ډير خلک د بنگو بوټی د داروو په توگه په اختيار کي ورلي». هغه زياته کړې ده چي په پلان کي لري په روان کال کي دغه شان يو قانون پارلمان جوړ کړي، او له راتلونکي کاله د عملي کولو وړ وي.

هغه زياته کړې ده چي سړی بايد دې ته هم متوجه وي چي د بنگو کرل يوازي د داروو په شان استعمالول کنترولولای نه سي: «سياستوال بايد دا روښانه کړي».

په آلمان کي د بنگو بوټی هغه غير قانوني مخدر توکی دئ چي ډېر کارول کيږي. خو دغه بوټی بيا د درد د داروو جوړولو له پاره هم يو مهم توکی دئ.