1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چينايانو ته د نا سانسور سوو معلوماتو د لیدو چانس

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۲۰, دوشنبه

په چین کې د سينا وايبو(Sina Weibo ) انترنیني پاڼې ډیر هغه خدمتونه وړاندې کوي لکه د نړۍ په نورو برخو کې چې یې د تویتر ټولنیزه پاڼه وړاندې کوي. دغه پاڼه ۵۰۳ میلیونه کارکوونکي لري.

https://p.dw.com/p/18nBb
Screenshot Freeweibo Bobs https://freeweibo.com/weibo/H7N9 Quelle: Free Weibo Aufgenommen um 16.20 am 3.4.2013 Zulieferer: Tian Miao
Screenshot der Internetsite freeweibo.com/weibo/H7N9انځور: freeweibo.com

د سينا وايبو(Sina Weibo) انترنتي پاڼه تويتر ته ورته ډیر خدمتونه وړاندي کوي. خو هغه ټول کارونه چي تويتر کولای شي دغه پاڼه يې نشي وړاندي کولای. ځکه په تویتر پاڼه کې د بشري حقونو ډير فعالین کمپاينونه کوي. دا هغه څه دي چې د Sina Weibo له لارې نه شي تر سره کیدای. په دې پاڼه کې هغه لنډ پیغامونه یا «پوستونه» چې د چین د دولت له پالیسیو سره سمون و نه لري، تر دې مخکې چې خلکو ته ورسیږي، د دولت له خوا سانسوریږي.

خو اوس د فري وايبو FreeWeibo په نوم یو بل سیستم رامنځ ته شوی دی چې کاروونکي یې کولای شي د Sina Weibo نه سانسور شوې بڼه وویني او هغو پیغامونو ته لاسرسی پیدا کړي چې د چین دولت د خپل انترنتي څارنیز سیستم د گری ټ فاير وال The Great Firewall لا لارې سانسور کړي دي.

د چین دغه انترنیتي څارنیز پروګرام د انترنت کاروونکي له یو بل او په نړۍ کې له نورو انترنیتي کاروونکو څخه بیلوي او په دې ترتیب سره مخکې له دې چې د چینايي انترنيتي کاروونکو پیغامونه په انترنت کې خپاره شي د دې پروګرام له لارې سانسوریږي.

د FreeWeibo جوړونکې ډله GreatFire نومیږي چې په بارسیلونا کې میشته ده. د دغې ډلې یوه استازې له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «FreeWeibo تاسو ته د دې امکان درکوي چې SinaWeibo ته ولاړ شي او ناسانسور شوي معلومات او پیغامونه ووینی.»

بدلون له چین څخه رامنځ ته شوی دی

د GreatFire ډلې په ۲۰۱۱ کال کې په کار پیل وکړ او هدف یې د هغو انترنیتي پاڼو موندل دي چې په چین کې سانسوریږي. خو دغې ډلې دغه راز غوښتل چې پر نړیوالو سربیره پخپله چینایانو ته هم د دې چانس ورکړي چې پرته له سانسوره هر هغه څه چې غواړي ووایي.

د GreatFire ډلې یوه بنسټ ایښودونکي چارلي سمیت، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «موږ ډیر ژر په دې خبره پوه شو چې زموږ تمرکز باید پر هغو معلوماتو نه وي چې د بهرنیانو له خوا لیکل کیږي او بیا په چین کې سانسوریږي، بلکې موږ باید پر دې خبره باندې تمرکز وکړو چې پخپله چینایان هغو معلوماتو ته لاسرسي ولري چې د نورو چینایانو له خوا پخپله په دغه هیواد کې لیکل کیږي او بیا د دولت له خوا سانسوریږي.» ښاغلي سمیت ټینګار وګړ چې په چین کې سانسور یوازي هغه وخت له منځه تلای شي چې پخپله چینایان يې پر ضد خپل غږ پورته کړي.

پر دې سربیره چې د GreatFire ډله د SinaWeibo ناسانور شوې بڼه خلکو ته وړاندې کوي، دغه شرکت په خپله پاڼه کې چې GreatFire.org نومیږي خلکو ته داسې لارې ښيي چې هغوی وشي کولای ځانونه د چین له دولتي سانسور څخه ځان وژغوري.

د بیلګې په توګه په دغه پاڼه کې د ټولو هغو کملتاتو لیست موجود دی چې د چین انترنیتي څارنیز پروګرام یې په اتومات ډول سانسوروي او دا چې دغه پانه کاروونکو ته وایي چې د دغه شان کلمو د کارونې د ضرورت په صورت کې له انځورونو څخه کار واخلي او یا تشریحي میتود وکاروي.

د روان کال په می میاشت کې د FreeWeibo انترنتي پاڼې د دویچه ویله د انترنتي سیالي The Bobs ګټونکې شوه. دې پاڼي د انترنتي فعالیت یا Online Activism په برخه کې د تر ټول غوره ویپپاڼې جایزه وگټله.