1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين امريکا او جاپان ته ګواښ وکړ

احمد ولي اڅکزی/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۱۳, چهارشنبه

د چين په ختيځ سمندرگي کي پرتو ټاپوگانو د رواني لانجې پر وخت د امریکا د ولسمشر مرستيال جو بايدن پيکينګ ته رسېدلی دی. تر مخه چين په دغه موضوع کي خپله لهجه تونده کړې وه.

https://p.dw.com/p/1ASet
انځور: ED JONES/AFP/Getty Images

د دې تر مخه چي جو بايدن بيجنگ ته ورسيږي، د چين د دفاع وزارت يوه وياند وويل چي امريکا دي هيله نه لري چي د ټاپوگانو په دغه موضوع کي به آرامي رامنځته سي. چين په زغرده د امريکا متحده ايالتو او جاپان ته خبرداری ورکړی دی.

دغه وياند وويل چي د چين ځواکونه د دې «وړتيا» لري چي دغه ساحه په ښه توگه سره کنټرول کي. د چين په ختيځ سمندرگي کي د ټاپوگانو د ملکيت پر موضوع لانجې هغه مهال زور واخيست، کله چي چين د هوايي قلم رو خپله پوله د روان مېلادي کال د نوومبر مياشتي پر ۲۳مه نېټه و دغو ټاپوگانو ته وغځوله. چين وويل چي تر دې وروسته چي هره الوتکه پر دغه سيمه الوزي بايد مخکي له مخي دوی ته احوال ورکړي. چين هغه وخت ويلي ول چي هره بهرنۍ الوتکه چي پر دغه سيمه باندي پرواز کوي د چين د هوايي ځواک له هداياتو سره به سم حرکت کوي.

جاپان د چين نوې دفاعي ساحه نه مني

جاپان هم د دغو ټاپوگانو د ملکيت دعوا کوي. نوموړي هيواد څو واري بې له دې چي چين ته خبر ورکړي په سمبوليکه توگه پر دغو سيمو باندي پروازونه کړي دي. د جاپان هوايي شرکتونه هم رامنځ ته سوی حکومتي فشار نه مني او له دې څخه ډډه کوي چي پر ياده ساحه د پروازونو خپل پلان چين ته وړاندي کړي.

د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايدن په پيکينګ کي
انځور: picture-alliance/dpa

په داسي حال کي چي د متحده ايالتو د ولسمشر مرستيال جو بايدن د سيمي په سفر دی، چين خپله لهجه تونده کړې ده. د چين رسمي خبري آژانس شينهوا ليکلي دي چي که د چين په هوايي قلم رو کي يوه پردۍ الوتکه پرواز وکړي او د چيني چارواکي له خوا د گواښ درجه ورکړل سي، نو چينايي پوځي الوتکي به د تيارسئ په حا کي سي.

د چين له خوا پر ياده سيمه باندي د خپل هوايي قلم رو تر اعلان وروسته د امريکا متحده ايالتو احتجاج وکړ. خو وروسته يې خپلو هوايي شرکتونو ته وويل چي د امنيتي دلايلو له کبله پر دغه ساحه له پرواز څخه مخکي بايد چين ته احوال ورکړي.

له جو بايدن سره مل يوه امريکايي چارواکي ويلي دي چي امريکا به د چين دغه پوځي ساحه په رسميت ونه پېژني. هغه وويل: «زموږ پوځي الوتکي به تر دې وروسته هم پر دغه ساحه پروازونو ته ادامه ورکړي، بې له دې چي مخکي له مخکي چين ته حال ورکړي.»

پارونکی چلن

و بيجينگ ته د روانېدو تر مخه جو بايدن په توکيو کي وويل چي دا د چين له خوا يو پارونکی چلن دی. هغه زياته کړه: «موږ دې ته د يوې داسي يواړخيزي هڅې په سترګه گورو چي غواړي پر چينايي سمندرگي د برابرۍ حالت ته تغير ورکړي.» بايدن دا خبري د جاپان له لومړي وزير شينزو ابې سره تر ملاقات وروسته وکړې. بايدن وويل چي په پام کي لري د چين د ولسمشر شي جين پينگ سره د ملاقات پر مهال د دغې موضوع په هکله خپله «لويه اندېښنه» څرگنده کړي.

د پلان له مخي به جوبايدن د چهار شنبې په ورځ په بيجينگ کي د چين له ولسمشر شي جين پينگ سره وويني. جو بايدن وړانديز وکړ چي د لانجې د لا جدي کېدو د مخنيوي له پاره بايد چين او جاپان د خبرو اترو لاره خپله کړي.