1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين: امريکا په خپله بشري حقونه تر پښو لاندي کوي

۱۳۹۰ فروردین ۲۲, دوشنبه

د يکشنبې په ورځ چين يو داسي راپورخپور کړی چي پکښي راغلي چي د امريکا متحده ايالتونه بشري حقوق تر پښو لاندي کوي، ولي پر نورو بيا نيوکي کوي.

https://p.dw.com/p/RH1w
«امريکا د يو شمېر هغو نړيوالو تړونونو د لاسليک کولو څخه ډه ډه کوي چي د بشري حقونو لپاره مهم دي»
«امريکا د يو شمېر هغو نړيوالو تړونونو د لاسليک کولو څخه ډه ډه کوي چي د بشري حقونو لپاره مهم دي»انځور: AP

په راپور کي راغلي دي چي د امريکا متحده ايالات چي پکښي تاوتريخوالی، توکمپالنه او زوريدنه عامه ده بايد د بشري حقونو په برخه کي پر نورو هيوادونو نيوکي ونه کړي.

چين دا څرگندوني د هغو نيوکو په غبرگون کي کړي دي چي د متحده ايالتو د بهرنيو چارو په يوه راپور کي ورباندي سوي وې.

د دواړو هيوادونو تر منځ د بشري حقونو پر موضوع اړیکي هغه وخت جدي سوې کله چي د چين واکمن کمونست حزب د خپلو مخاليفينو د ترټلو لپاره اقدامات پراخ کړل. دغه کار د امريکا تر څنگ يو شمېر نور لوېديځ هيوادونه هم خواشيني کړل.

د چين د حکومت لخوا په تازه وختونو کي زنداني سويو مخاليفينو کي تر ټولو نامتو مخالف چينايي آرټسټ او وای وای دی. دغه کس په پټ ځای کي ساتل سوی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هېلري کلنټن د جمعې په ورځ وويل چي چين د وکيلانو، فعالينو، انټرنټ بلاگ لرونکو، ژورنالستانو او پر ملکي ټولنو خپل کنټرول لا ټينگ کړی دی.

نوموړې دا خبري پداسي حال کي وکړې چي په همدغه ورځ د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت هغه کلنی راپور خپور سو چي په نړۍ کي د بشري حقونو په هکله ؤ.

د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو په راپور کي دا هم راغلي دي چي چين پر رسنيو او د انټرنټ پر کارونو د خپل کنټرول زیاتولو نوي هڅې پېل کړي دي.

خو چين هيڅ داسي نښي نښانې ندي ښودلي چي گواکي و بهرني فشار ته به ټيټ سي. بيجنگ د امريکا د بهرنيو چارو د بشري حقونو راپور د شنبې په ورځ په خپل غبرگون کي د چين په کورنيو چارو کي مداخله وبلله.

کله چي د يکشنبې په ورځ د چين لخوا د بشري حقونو راپور خپور سو نو يو ځل بيا پکښي د امريکايي راپور په هکله د چين غندونکی غبرگون څرگند سو.

چين د بشري حقونو په خپل راپور کي پر امريکا ږغ کړی دی چي د نورو هيوادونو په کورنيو چارو کي د لاس وهنې او پخپله د بشري حقونو د تر پښو لاندي کولو څخه دي لاس واخلي. د چينايي کارپوهانو لخوا ليکل سوی دغه د بشري حقونو راپور د حکومتي خبري آژانس شين هوآ لخوا خپور سوی دی.

د چيني راپور په یوه برخه کي ويل سوي دي چي امریکا په اصل کي پخپله بشري حقونو ته زیان رسوي. ولي چي د بشري حقونو د مدافع تمثيل کوي او د بشري حقونو څخه يې يوه سياسي آله جوړه کړېده.

راپور زیاتوي چي امريکا د بشري حقونو د نوم څخه په ناوړه گټه اخيستنه سره د خپلو ستراتيژيکو مقاصدو لپاره کار او په نورو هيوادونو کي لاسوهنه کوي.

دغه راپور چي د حکومتي معلوماتي کونسل د معلوماتو د څانگي لخوا جوړ سوی دی زياتوي چي په امريکا کي دننه او په عراق او افغانستان کي متحده ايالتونو يو شمېر بشري حقونه تر پښو لاندي کړي دي.

راپور په گوته کړې چي متحده ايالتونه له يوې خوا د بشري حقونو شعار پورته کوي او له بلي خوا د يو شمېر هغو نړيوالو تړونونو د لاسليک کولو څخه ډه ډه کوي چي د بشري حقونو لپاره مهم دي.

راپور پدې ترځ کي زياته کړې چي پخپله په امريکا کي د گڼ شمېر بې کوره خلکو شتون، لوږه او جرايم د امريکا د بشري حقونو پر حالت سخت داغونه په گوته کوي. راپور په امريکا کي د توکمپالنې پر اساس د تعصب شته والي ته گوته نېولې چي د راپور په وينا د ژوند په هر ډگر کي ورسره امریکايي وگړي مخامخ دي.

په چين کي د بشري حقونو په راپور کي پردې هم نيوکه سوې ده چي د امريکا متحده ايالتونه په افغانستان کي د ولسي خلکو د مرگ ژوبلي سبب گرځي او د افغانانو بشري حقونو ته درناوی نه کوي.

د چين دغه راپور پداسي حال کي د يکشنبې په ورځ خپور سو چي پدغه هيواد کي په همدغه ورځ پوليسو د يوې مسيحي کلېسا داسي ديني مراسم ودرول چي د کليسا څخه دباندي پلان سوي ول.

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل