1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين ته د المان د اقتصادي او سياسي پلاوي سفر

۱۳۹۱ شهریور ۸, چهارشنبه

د المان لومړۍ وزيره انگيلامير له خپلو لوړپوړو اقتصادي چارواکو سره چين ته سفر کړی دئ. په اقتصادي برخه کي به څو مهم قراردادونه لاسليک سي.

https://p.dw.com/p/15z3k
انځور: dapd

د المان په تاريخ کي چين ته د يوه داسي لوړ پوړي اقتصادي چارواکو سفر ساری نه درلود. انگيلا ميرکل به د پنجشبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اگست ۳۰) د بهرنيو چارو د وزير گيدو ويستر ويله، د ماليې وزير ولفگانگ شويبله، د اقتصاد وزير فيليپ روسلر، د چاپيريال ساتني وزير پتر التماير چين ته ځي.

په دې سفر کي به ئې د د فولکس واگن کمپنۍ د مديره هيات رئيس مارتين وينترکورن، د زيمنس شرکت د مديره هيئت رئيس پترلوشر او نور سياستوال او لوړپوړي اقتصادي چارواکي ملگري کوي.

د دې سفر هدف د دغو دواړو هيوادونو تر منځ د اقتصادي خبرو اترو دوام دئ، چي لومړۍ مرحله ئې د ۲۰۱۱ کال د جون په مياشت کي په برلين کي وه.

چين په اقتصادي برخه کي له بل هيڅ هيواد سره په دغسي پراخه کچه خبري اتري نه کوي. دغه اړيکي څرگندوي چي د نړۍ دوهم ستر اقتصادي قدرت له المان سره د اقتصادي اړيکو پراختيا ته څومره ليوال دئ.

الماني هيئت تمه لري، چي په دغه سفر کي به څو مهم قراردادونه لاسليک کړي. د الماني چارواکو په خبره تر ټولو مهم قرارداد به د سلو A320 ايرباس مسافري الوتکو مونتاژ وي، چي ويل کيږي د دغه هيواد په تيان جين ښار کي به ترسره سي.

د امريکا له متحده ايالاتو وروسته چين د اروپايي ټولني تر ټولو مهم اقتصادي همکار دئ. د اروپايي ټولني د غړيو هيوادونو په چوکاټ کي تر ټولو ډير المان له چين سره اقتصادي اړيکي لري. په وروستيو کلونو کي چين په دې توانېدلی دئ، چي تر هالند او فرانسې وروسته د المان په دريم اقتصادي شريک باندي تبديل سي.

په ۲۰۱۱ کال کي د دغه دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصاي راکړي ورکړي حجم ۱۱۴ ميليارده يورو ته رسېدلی. په دغه کال کي د المان په سلو کي ۶ صادراتي کالي چين ته صادر سوي دي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش