1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين: د تبت » حرامه « موضوع

۱۳۸۶ خرداد ۱۴, دوشنبه

د چين د خلکوپه جمهوريت کې د مطبوعاتواوعقيدې آزادي، اوس هم د پخواپه شان، ډېره محدوده ده. د بشر د حقوقونړيوالې ټولنې اېمنسټي انټرنېشنل په دې وروستيووختونوکې دې ټکي ته اشاره وکړه، چې په چين کې د اولمپيک ترلوبومخکې، سانسورلاډېرشوی دی.

https://p.dw.com/p/DMqj
په تبت کې يو زيارت
په تبت کې يو زيارتانځور: AP

داتراوسه پورې په چين کې يوعادي شی دی چې د لويوټلوېزيوني اوراډيويي سټېشنونواوهمدارنگه ورځپاڼومسؤل مدیران، د خپلوخپرونولپاره، باېد دولتي اجازه ترلاسه کړي. خوسره لدې هم ژورناليستان اوليکوال بيابيا په دې بريالي کېږي، چې د هغوموضوعاتو په هکله خپرونې وکړي، د کوموپه هکله چې په چين کې څه ويل » حرام « دي. د بېلگې په توگه د تبت په هکله. د دغوژورناليستانواکثريت په دې ښه پوهېږي، چې د خپلوخپرونوله کبله سخت مجازات کېدای شي.

د تبتۍ ليکوالې وواېرزه د کورمخې ته د څارنې پُستې جوړې شوي. څارونکي په دقيقه توگه ليکي چې څوک، څه وخت له وواېرزه سره گوري. نوموړې ډاډه ده چې په کورکې يې مکرافونونه نصب شوي او ټېلېفون يې کنترولېږي. د چين د حکومت په نظر، ليکواله وواېرزه يوخطرناک عنصردی، ځکه چې څلوېښت کلنه تبتۍ په انټرنټ کې د داسې موضوعاتوپه هکله مضامين خپروي، د کوموپه هکله چې د چين د حکومت په نظر، په هيڅ صورت بايد څه ونه ويل شي. وواېرزه وايي: » ماپه خپلې انټرنټي پاڼه کې ډېربحثونه جوړکړل: د تبت د تاريخ، جغرافيې او واقعي وضيعت په هکله. کله چې مونږ د تبت د تاريخ په هکله غږېږو، نوبايد د حساسوټکوپه هکله هم خبرې وکړو ـ د بېلگې په توگه په دې هکله چې په ١٩٥٩ کال کې څه پېښ شول او د کلتوري انقلاب په ترڅ کې. داچې زما په انټرنټي پاڼه کې په دې هکله خبرې اترې کېدې، د چين د حکومت د نارضايتۍ سبب شو. «