1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د ميلياردرانو هيواد دئ

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۹, شنبه

د «پرايوت ولث» څېړنيز مرکز د تازه رپوټ له مخي په چين کي تر يو ميليون زيات شتمن انسانان ژوند کوي. ويل کيږي چي په راتلونکو لسو کلونو کي به د آسيا ميليونران د امريکايي هغو ځای ونيسي.

https://p.dw.com/p/1FZLw
انځور: Reuters

د امريکا متحدو ايالاتو د USB بانک اقتصادي کارپوهانو د نړۍ د ميلياردرانو په اړه يوې څېړني په پراخ رپوټ کي راغلي دي چي اوس تر اروپايي ميليادرانو د آسيايي ميلياردرانو شمېر زيات سوی او په ځانگړې توگه د چين ميلياردران هره اونۍ زياتيږي.

په دغه راپور کي چي په نړۍ کي د ۱۳۰۰ ميليادرانو شمتني ارزول سوې ده، ټينگار سوی دئ چي دوی ته شتمني په ميراث نه ده ورپاته سوي، بلکي د کار او کسب او په بېلابېلو برخو کي په سترو پانگونو سره شتمن سوي دي.

د اروپايي او آسيايي ميلياردرانو سيالي

د څېړني پايلي ښيي چي د دغو کسانو چي شمېر ئې ۹۱۷ کسانو ته رسيږي، د دوو لسيزو ۱۹۹۵ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ ئې شتمني درې نيم ميليارده ډالره وه. له دې ډلي څخه ئې ۴۷ سلنه امريکايان او په دوهم کتار کي آسيايان دي چي د دغه مبلغ يو پر دريمه ئې د دوی دئ.

د USB بانک د کارپوهانو په اند په راتلونکو لسو کلونو کي به اسياسي ميليونران له امريکايانو څخه لومړی ځای ونيسي.

د چين يو پر پنځمه ميليونران چي نيمايي ئې تر ۳،۲ ميليارده ډالرو پوري شتمني لري، خپله شتمني ئې د کاليو جوړولو له لاري ترلاسه کړې ده. ۱۳ سلنه چي شتمني ئې ۲،۷ ميلياردو ډالرو ته رسيږي په ساختماني برخو کي ئې د پانگوني له لاري ترلاسه کړې.

په دغه رپوټ کي دغه راز راغلي دي چي په سوداگرۍ کي فعاله ونډه اخيستل هم يو دليل دی چي په نړۍ کي د چينايي شتمنو شمېر زيات سوی دئ.

د څېړني پايلي ښيي چي د دغو ميلياردرانو د خوښي موټر د آلمان د پورشه شرکت جوړ دئ!