1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين: د نړۍ ترټولوډيرزنداني ژورناليستان

حسن » بری « ۱۳۸۴ اسفند ۱۱, پنجشنبه

د نړۍ په بل هيڅ هيوادکې دومره ژورناليستان زنداني نه دي، لکه د چين د خلکو په جمهوريت کې. که څه هم چې د چين په ډله ايزو رسنيوکې

https://p.dw.com/p/DMrl
د چين نشريات رنگارنگ شوي دي
د چين نشريات رنگارنگ شوي ديانځور: AP
په تيروڅوکلونوکې، بنسټيزبدلونونه راغلي نشريات رنگارنگ شوي، تفريحي برخې پراخه شوي او د لوستونکو ذوق ته لاډېره پاملرنه پکښې شوې ده، خو يو ټکی اوس هم بې بدلونه پاتې دی: د آزادۍ نشتوالی.
د روان ميلادي کال د فبرورۍ په مياشت کې د يوې ورځپاڼې مسؤل مدير له کاره وايستل شو او د جنوري د مياشتې په پای کې، د ( بينگديان ) اوونيزه، د نه خوښيدونکو يا نامطبوع نشراتو له کبله، په بشپړه توگه وتړل شوه.