1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د پاکستان د اټومي بټۍ د پراختیا ژمنه کړې ده

۱۳۹۰ فروردین ۴, پنجشنبه

دا پداسي حال کي ده چي په جاپان کي د زلزلي له امله راپورته سوي اټومي ناورين ، ټولي نړۍ ته د اټومي وسلو د خونديتوب خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/RCKZ
« په دې خبره کي هيڅ شک نشته چي چين به په چشمه کي خپلي پروسي ته ادامه ورکړي.»
« په دې خبره کي هيڅ شک نشته چي چين به په چشمه کي خپلي پروسي ته ادامه ورکړي.»انځور: picture alliance/dpa

چين د پاکستان دهغي لانجمني اټومي بټۍ چي د۱۹۷۰ کلونو پر تخنيک ولاړه ده د لا پراخولو ژمنه کړې ده، او په نږدې وخت کي به هلته د نوي رآکټور په جوړولو شروع وکړي.

د چين لخوا د پاکستان په پنجاب ايالت کي په «چشمه اټومي بټۍ» کي د رآکټورونو جوړولو د نړيوالي ټولني انديښنې په جاپان کي د زلزلي او څونامي له امله د رآکټورونو تر ړنګيدو د مخه راپارولي وي.

خوداسي ښکاري چي پيکينګ او اسلام اباد دواړه نه غواړي چي د خپل دغه پلان څخه لاس پر سر سي.

د چين او پاکستان اټومي اړيکو او د پاکستان د اټومي وسلو تيرتاريخ ته په کتو سره چي اټومي ټيکنالوژي يې پر نوروهيوادونو پلورلي وې، واشنګټن، ډهلي او يو شمېر نور هيوادونه انديښمن کړي دي.

د فوکوشيما په اټومي بټۍ کي تر ناورين وروسته پدې اړه ډيري پوښتني راولاړيږي چي ايا چين بايد په پاکستان کي اټومي ودي ته ادامه ورکړي او که يا د هغو رآکتورونو دپاره چي په نظر کي نيول سوي د هغه هيوادو څخه چي ذروي صادرات لري موافقه واخلي.

مشهور اټومي کارپوه لي هونګ وايي چي، چين پر خپله ژمنه ولاړ دی او شايد د اټومي وسلو د صادرونکي هيوادونو د ډلي شنه څراغ ته په طمعه نه اوسي.

« په دې خبره کي هيڅ شک نشته چي چين به په چشمه کي خپلي پروسي ته ادامه ورکړي. ځکه د پاکستان سره په دې اړه همکاري ژوره سابقه لري».

چين تيره اونۍ ددغه هيواد په دداخل کي د يوې اټومي بټي منظوري ځنډولې وه. پداسي حال کي چي راپورونه ښيي چي چين په جاپان کي د اټومي ناورين څخه وروسته هم د پاکستان د اتومي بټي چشمه، پر سر په کار بوخت دي.

د پاکستان د اټومي انرژۍ د کمېسون وياند وويل « ددې بټۍ د محفوظه کار کولو په اړه د تشويش کوم څه نسته».

هغه زياته کړه « هغه څه چي موږ د جاپان د پيښي څخه زده کړل، موږ به دهغه ددلته پلي کولو دپاره ګامونه پورته کړو.»

د NSG يا د اټومي وسلو د صادرونکو هيوادونو پر ډلي سر بيره واشنګټن هم ددې خبري يقيني کول غواړي چي د هغو دوو رآکټورونو چي په چشمه اټومي بټۍ کي نصبيږي بايد اخري وار وي چي چين ددې ادعا کوي چي موافقې ته يې ضرورت نه لري.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل