1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د پيکينګ د ښاره څخه د حکومت د نظر مخالفين باسي

۱۳۸۷ مرداد ۱۳, یکشنبه

د نړيوالو المپيايي لوبو په درشل کي چين نه غواړي چي سيلانيان د هغو ناراضيانو سره مخامخ سي او يايي وويني چي د پيکينګ د حکومت لخوا يي په پلازمېنه کي کورونه نړول سوي دي

https://p.dw.com/p/EpGi
د پيکينګ څخه هغه خلګ ايستل کيږ چي ګمان کيږي د المپيايي لوبو په جريان کي به ګډوډي جوړه کړي
د پيکينګ څخه هغه خلګ ايستل کيږ چي ګمان کيږي د المپيايي لوبو په جريان کي به ګډوډي جوړه کړيانځور: AP

د2008ميلادي کال بايد دچين کال وګرځي. د چين ملي اقتصاد غواړي چي نړۍ ته وښيي چي دالمپيک نړيوالي کميټې په 2001 عيسوي کال کي چين ته د اليمپيا د لوبو په ورکولو سره سمه پريکړه کړې ده. يوازي په پيکينګ کي 31 ستديومونه جوړسوي دي. سربيره پردې ترمځکي لاندي د اورګاډي نوې پټلۍ، د هوايي ډګر نوﺉ ترمينل، نوي واټونه او کورونه. پلازمينه پيکينګ بايد وځليږي.بهرنيو ژورناليستانو ته وعده ورکړل سوې وه چي د مطبوعاتو آزادي به تر لوبو پوري نړيوال ستندرد ته ورسيږي. او دغه راز به د بشري حقونو په برخه کي هم پيکينګ د ښه کيدو وعده کړې وه،خو وعدې لانه دي پرځای سوي.

د دويچه ويلي خبريال په يوه راپور کي ليکي چي لا پروسږ کال د پيکينګ هغه کلی چي خلکو يي دعوه درلوده، د خاورو سره خاوري کړی. پدغه کلي کي چي له پخو خښتو څخه جوړ سوﺉ و، هغو خلګو پکښي ژوند کاوه چي ناراضه ول، دوی له ټول چين څخه پيکينګ ته راغلي وه چي د محکمې په وړاندي د تاوانونو دنه ورکولو، د په زور کورتاژونو يا اولاد ليري کولو او بډي پر ضد دعوه وکړي. يوه مېرمن وايي چي د اليمپيا د لوبو په بهير کي د ټولي نړۍ څخه دلته خلګ راځي، په چين کي ډير داسي خلګ سته چي راضی نه دي. پدې بايد سيلانيان ونه پوهيږي.

په پيکينګ کي د 2008 کال د نړيوالو المپيايي لوبو سټډيوم
په پيکينګ کي د 2008 کال د نړيوالو المپيايي لوبو سټډيومانځور: picture-alliance /dpa

په دې لړ کي دا او نور دعوا کوونکي له پيکينګ څخه وايستل سول. چين د اليمپيا په درشل کې نه يوازی دپيکينګ واټونه له کثافاتو څخه پاکوي، بلکي دغه ښار د هغو کسانو له وجود څخه هم پاکوي چي د لوبو په بهير کي به نآرامۍ راپيداکړي. ددوی په منځ کي بزګران او هغه خلګ هم شامل دي چي د حکومت د خوښي څخه بل ډول فکر کوي.

مدافع وکيل موشاپينګ پدې شهرت لري چي هغه قضيې څيړي چي بشري حقونه پکښي ترپښو لاندي سوي دي. دﺉ وايي په وروستيو وختونو کي حساسي دوسيې ډيري سوي دي،په تيره بياد هغوپه وړاندي چي هڅه يي کړې ده په انټرنيټ کي خپروني وکړي اويا د حکومت د ايډيالوژۍ پرخلاف دي. پدې اړه ځيني نيول سوي دي. داپدې مانا ده چي دوی هڅه کړې وه دولتي زورزياتی راسربيره کړي.

د بندي سوو او نيول سوو کسانو په ډله کي هوييا او يانګ چونلين هم شامل دي، دغو دواړو د بشري حقونو فعالينو ويلي وه چي چين بشري حقونو ته پام نه کوي او له دې امله چين ته د اليمپيا دلوبو ليږدول يوه بدمرغي ده.

د المپيايي لوبو پر مهال د مطبوعاتو مرکز
د المپيايي لوبو پر مهال د مطبوعاتو مرکزانځور: AP

انتقاد کوونکي وکيلان په وروستيو وختوو کي په زور ددې څخه اړول سوي دي چي د خپلو مؤکلينو سره وګوري.د اپوزيسيون په شان يو وتلی ليکوال د شپې و ډوډۍ خوړلو ته دتګ پرمهال د امنيتي ځواکونو لخوا ووهل او وربړول سو.

پرحکومت ډيری نيوکه کوونکي يا په کور کي نظربند دي او ياهم ټول وخت تر نظر لاندي دي.

کله چي چين د المپيک لوبي ترلاسه کولې وعده يې کړې وه چي بشري حقونه په هيواد کې ښه کوي. خو په هانکانګ کي د امنيستي انترنشتل له نړيوالي ټولني څخه مارک اليسون وايي چې موږ ډيري نښي نښانې لرو چي د اليمپيا په درشل کي دي بشري حقونه ښه سوي وي. چين ، فعالين بند ته اچولي دي. موږ لارښودوسياستوالو ته اړتيا لرو چي د بندي سوو کسانو لکه هوييا او يانګ چونلين په خاطر ودريږي.

دچين دبشري حقونو دفعالينو لپاره وضعه ډيره خطرناکه ده. دوي ملاتړ ته اړتيا لري. دوی په بند کي اچول کيږي، سره له دې چي چين پوهيږي چي د اليمپيا د نړيوالو لوبو په خاطر نړۍ ورته ګوري.