1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين: له تبت څخه دې ټول بهرنيان ووځي

۱۳۸۶ اسفند ۲۷, دوشنبه

پيگنگ- لاسه: په تبت کې د ناآراميو څخه وروسته د چين حکومت د هماليه په سيمه کې له ټولو بهرنيو اتباعو څخه غوښتنه کړی ده، چې له دغه ځای څخه ووځي.

https://p.dw.com/p/DTtx
انځور: AP

له دوو ولايتونو څخه تراوسه پورې بهرني ژورنالستان ايستل شوي دي.

په بهر کې ميشت تبتيان وايي، چې په لاسه کې په سلگونه خلک جيل ته اچول شوي دی. خو محلي حکومت وايي، چې دوی د مظاهره کونکووکو پر ضد له اسلحی څخه کار نه دی اخيستی. په بهر کې د تبت حکومت ادعا کړی ده، چې په دغو پېښو کې تر نوې پوره د تیت خلک وژل شوي دي.