1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين: ملګري ملتونه مو په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي

۱۳۹۸ آذر ۱۰, یکشنبه

د چين حکومت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیساره د خپل هیواد په داخلي چارو کې په بی ځایه لاسوهنې تورنه کړې ده. میشل باشلت د هانګ کانګ د پولیسو د تاوتریخوالي اړوند رپوټونو په هکله د خپلواکو قضایي څیړنو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3U2Xm
Schweiz Bachelet kritisiert Vorgehen von Polizei und Armee in Bolivien
انځور: AFP/F. Coffrini

د ساوت چاينا مورنينګ پوست په ورځپاڼه کې د مقالې تر خپریدو وروسته، په ژنیف کې د ملګرو ملتونو سازمان په مقر کې د چين استازو د یوې بیانیي په خپرولو سره د نوموړي سازمان د بشري حقونو کمیساره د چين په داخلي چارو کې په «بې ځایه» لاسوهنې تورنه کړه. 

میشل باشلت په خپله مقاله کې د هانګ کانګ د پولیسو د نامناسب چلن او تاوتریخوالي د رپوټونو په اړه د خپلواکو قضایي څیړنو غوښتنه کړې وه.

د چين استازو په خپله بیانیه کې پر میشل باشلت تور لګولی دی چې د هانګ کانګ یاغیان لا زیات تاوتریخوالي او افراطیت ته هڅوي. په بیانیه کې راغلي دي چې د بشري حقونو د کمیسارې څرګندونې ناقص او د ملګرو ملتونو سازمان له منشور سره په ټکر کې دي.

په هانګ کانک کې اعتراضونه چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې پیل شوي وو، په ابتدا کې د هغې یوې قانوني طرحې پر ضد پیل شوي وو چې له مخې یي هانګ کانګ کولی شي د چين د رژیم مخالفین او انتقاد کونکي د چين حکومت ته وسپاري. خو د اکتوبر میاشتې راهیسې اعتراض کونکي د دیموکراسۍ او په هانګ کانګ کې د چين د نفوذ د کمولو غوښتنه کوي.

دوی په وار وار د پولیس د زورزیاتي پر چلند نیوکې کړي دي او یو شمیر کتونکي په دې باور دي چې د مظاهره کونکو له خوا ترسره کیدونکی تاوتریخوالی د پولیسو د چلن په غبرګون کې کیږي.

اعتراضونه دوام لري

حکومت ضد اعتراضونه د یکشنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې لومړۍ نیټه) هم ادامه لري. د هانګ کانګ د پولیسو د ویاند په خبره د نن ورځې په لومړیو مظاهرو کې د ماشومانو او پاخه عمر لرونکو کورنیو ګډون کړی دی او دا اعتراضي حرکت د آرامۍ په فضاء کې ترسره شوی.

Hongkong Demonstrationen
اعتراض کونکي اراده لري چې د امریکا د قونسلګرۍ پر لور مارش وکړيانځور: picture-alliance/Zumapress/L. Chung-ren

تمه کیږي چې د یکشنبې ورځې په جریان کې به لا زیاتې پراخې مظاهرې وشي. اعتراض کونکي اراده لري چې د امریکا د قونسلګرۍ پر لور مارش وکړي. ویل کیږي چې دا نمونه یي حرکت د هغو قوانينو د درناوي له پاره ترسره کیږي چې د امریکا په کنګره کې د هانګ کانګ د دیموکراتیک غورځنګ د ملاتړ په خاطر تصویب شوي دي.

د یوه له دغو قوانیونو په اساس امریکا کولی شي چې په هانګ کانګ کې د بشري حقونو د سرغړونې په دلیل د چين پر وړاندې بندیزونه وضع کړي. دویم قانون د امریکا له خوا د هانګ کانګ پر پولیسو د اوښکي بهونکي ګاز، ربړي مرمیو او د مرچکو سپری پلورل منع کوي.

د رسمي رپوټونو په حواله د هانګ کانګ د ناکراریو له پیل څخه تر اوسه پورې ۵۸۰۰ تنه نیول شوي دي. د دوی له جملې څخه ۱۰۰۰ تنو ته یي قضایي دوسیې جوړې شوي دي.

د هانګ کانګ خپلواکه اداري سیمه یا ټاپو چې تر ۷ میلیونو ډیر نفوس لري له ۱۸۴۲م کال څخه د بریتانیي د امپراتورۍ مستعمره وه او په ۱۹۹۷م کال کې د چين له خلق جمهوریت سره یوځای شو.

 دویچه ویله فارسي/ش.ن/ن.ص