1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي د اتومي وسلو ډېرښت

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۱۳, دوشنبه

په ستاکهلم کي د سولې د څیړني نړیوال انستیتیوت ویلي دي چې پاکستان، هندوستان او چین تیر کال د خپلو اتومي وسلو شمیر ډیر کړی دی. د دغه انستیتیوت د رپوټ په حواله د نورو اتومي قدرتونو په اتومي وسلو کې ډیر بدلون نه دی راغلی.

https://p.dw.com/p/18iqp
** FILE **In this Jan. 26, 2007 file photo, Indian Army's Brahmos Missiles, a supersonic cruise missile, are displayed during the Republic Day Parade in New Delhi, India. India on Tuesday tested its nuclear-capable Brahmos supersonic cruise missile, jointly developed with Russia, amid mounting tensions with rival Pakistan following the Mumbai terror attacks, a news report said.(AP Photo/Gurinder Osan, File)
Raketentest Indienانځور: dapd

د دغه انستیتیوت په حواله چین اوس۲۵۰ اتومي سرګلولې لري. دا په داسې حال کې ده چې دغه هیواد په ۲۰۱۲ کال کې ۲۴۰ اتومي سرګلولې لرلې. په ستاکهلم کي د سولې د څیړني د نړیوال انستیتیوت په حواله چین د خپلو اتومي وسلو په اړه رناڼه معلومات نه خپروي.

د دې انستیتیوت په حواله په روان کال کې پاکستان او هندوستان هم پر خپلو اتومي سرګلولو لس نوري هم اضافه کړې دي. په دې ترتیب سره نو اوس پاکستان له۱۱۰ څخه تر۱۲۰ پوري او هندوستان۱۰۰ اتومې سرګلولې لري.

له بلې خوا دې انستیتیوت ویلي دي چې په اسیايي اتومي هیوادونو کې د اتومي سرګلولو د شمیر ډیریدل، په دې قاره کې د «حساسي» وضعې یوه برخه ده. د سولې د څېړنې د نړیوال انستیتیوت له خوا په خپاره شوي رپوټ کې له ۲۰۰۸ کال راهیسې د هندوستان او پاکستان، شمالي او جنوبي کوریاوي، چین او جاپان د اړیکو ترینګلتیا ته اشاره شوې ده.

دې انستیتیوت ویلي ویلي دي: «په داسې حال کې چې هیوادونو له یو بل سره د مخامخ جګړې او دغه راز د یوه او بل په خاوره کې د یاغیانو او وسلوالو د ملاتړ مخنیوی کړی دی، خو بیا هم له لسیزو راهیسې شکونه اوس هم موجود دي او تر اقتصادي ادغام وروسته د سیاسي ادغام پروسه نه ده پلي شوې.»

لویو اتومي قدرتو ډیر لږ بدلونونه راوستلي دي

په ستاکهلم کي د سولې د څیړنو نړیوال انستیتیوت ویلي دي چې اوس هم په نړۍ کې ۱۷۶۲۵ فعاله اتومي سرګلولې موجودي دي. په دې ترتیب سره نو د ۲۰۱۱ کال په پرتله د اتومي وسلو په شمیر کې۱۷۰۰ کمښت رامنځ ته شوی دی. د دغه کمښت لوی عامل د روسیې او متحده ایالاتو له خوا د خپلو اتومي وسلو د شمیر راکمول ول. په دغه موده کې روسیې د خپلو اتومي وسلو شمیر له۱۰۰۰۰ څخه ۸۵۰۰ ته او امریکا له ۸۰۰۰ څخه ۷۷۰۰ ته را کښته کړی دی.

فرانسې د خپلو اتومي وسلو شمیر۳۰۰، انګلستان ۲۲۵ او اسرائیل۸۰ ښوولی دی. شمالي کوریا او ایران لا تراوسه پورې اتومي قدرتونه نه بلل کیږي، ځکه ویل کیږي چې د هغوی اتومي پروگرامونه لا تر اوسه پوري په لومړنیو مراحلو کې دي.
په ستاکهلم کي د سولې د څیړنو نړیوال انستیتیوت ویلي دي چې د پاکستان، هندوستان او اسرائیلو د اتومي وسلو په اړه د معلوماتو راټولول ډیر ستونزمن کار وو.

دغه وضعیت ته په کتو سره د دې انستیتیوت یوه لوړ پوړي څیړونکي شانون کیلي، ویلي دي: «یو وار بیا اوسه په دې اړه ډیر لږ هیله موجوده ده چې د نړۍ اتومي قدرتونه په ریښتیني ډول غواړي خپلې اتومي سرگلولې له منځه یوسي.»

د خوشه يي بمونو د کمولو تلاښ گټه نه ده رسولې

خوشه یې بمونه تر توغیدو وروسته په ډیرو نورو کوچنيو بمونو باندي بدلیږي او یوې پراخي سیمې ته زیان رسوي. برازیل، چین، مصر، هندوستان، اسرائیل، روسیه، جنوبي کوریا او متحده ایالات په نړۍ کې د دغه ډول وسلو لوی تولیدونکي هیوادونه دي.

په ستاکهلم کي د سولې د څیړنو نړیوال انستیتیوت همداراز ویلي دي چې امریکا او روسیې د پخوانۍ ژمنې پر اساس په ۲۰۱۲ کال کې خپلې ټولې کیمیاوي وسلې له منځه نه دي وړي.