1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«چين په افغانستان کي د امریکا تشه نه ډکوي»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ تیر ۳۰, دوشنبه

د افغانستان له پاره د چين نوي ځانگړي استازي ويلي دي چي هيواد يې په افغانستان کي د هغي خلا د ډکولو په لټه کې نه دی چي د امريکايي عسکرو په وتلو سره رامنځ کيږي. خو د بيا رغاوني له پاره به يې ستر تجارتي نقش ولوبوي.

https://p.dw.com/p/1CgG9
انځور: picture-alliance/dpa

چين چي له افغانستان سره په شمال ختيځ کي يوه ډيري نرۍ غرنۍ پوله لري، په دې هڅه کې دی چي له افغانستان څخه د روان ميلادي کال په پای کې د امريکا متحده ايالاتو په مشري د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته يو ډير مهم نقش ولوبوي.

ځيني لوېديځو چارواکو ويلي دي چي داسي ښکاري چي چين په افغانستان کي د يو مهم ستراتيژيکې لوبغاړي په توگه سر را پورته کوي، خو «سون يوکسي» چي د جمعې په ورځ افغانستان ته د چين د ځانگړي استازي په توگه وټاکل شو وويل چي په افغانستان کي د چين نقش يوازي «تجارتي» بڼه لري.

سون مخکي له دې چي د افغانستان پر لور حرکت وکړي د سه شنبې په ورځ په پيکنگ کې خبريالانو ته وويل: «دا مفکوره چي گويا موږ د نړيوالو سترتيرو تر وتلو وروسته به رامنځ ته شوې تشه ډکوو، درسته نه ده.»

ځيني لوېديځو چارواکو د چين دا دريځ تر نيوکو لاندي نيولی چي په افغانستان کي د متحده ايالاتو په مشرتوب پوځي عمليات چي هدف يې د چين د دراوزي په خوله کي د القاعدې شبکي له مينځه وړل وو، د زړه له کومي ملاتړ کړی نه دی، خو اوس چې په افغانستان کې د نړيوالو پر مخ د طبيعي منابعو استخراج له پاره دراوزه پرانيستل شوې ده، چين د ټولو په سر کي ځای لري.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژيم تر نسکوريدو وروسته چين له افغانستان سره د بيارغاوني په پورسه کي يوازي۲۵۰ ميليون ډالره مرسته کړې ده او په امنيتي سکتور کې هم د هغه مرسته يوازي د نشه يي موادو پرضد مبارزې پوري محدوده پاته وه.

خو د افغانستان د طبيعي زيرمو د استخراج په سترو پروژو، لکه د مسو په برخه کې د دغه هيواد پانگه تر درې ميليارد ډالرو پوري رسيږي. سمدلاسه دغه پروژه هم په سيمه کي د ياغيانو د فعاليتونو له امله له ستونزو سره مخامخه ده.

د افغانستان له پاره د چين نوي ځانگړي استازي، «سون» وويل چي د هغه هيواد په افغانستان د نورو پراخو اقتصادي فعاليتونو له پاره هيله من دی. هغه وويل: «په اوږده موده کې حتي زموږ د همکارۍ او اقتصادي بيا رغانوي يوه زياته برخه به د تجارت له لاري پيل شي. دغه برخه به رښتيا هم چې ډيره ستره وي.»

سون يادونه وکړه چي «په افغانستان کي د ثبات ټينگښت يوازي د پوځي قوتونو د زياتولو له لاري ممکن نه دی، بلکي دغه هدف له افغانستان سره د بيا رغاوني په برخه کي د مرستي له لاري لاس ته راتلای شي.» د چين ځانگړي استازي وويل: «موږ هيله من يو چي ژر تر ژره په وسلو کې کموالی او په شتمنيو کې زياتوالی رامنځ ته شي.»